کندهار (پژواک ٢٤ غويى ٩١): د کندهار په ميرويس روغتون د عادي ناروغانو د درملنې يوه ودانۍ پرانيستل شوه او د بلې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دغو مراسمو کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا او په سوېل کې د ICRC مسوول دانيل ګډون کړى وو.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ودانۍ د پرانيستنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سراپا ناروغانو (چې د هر ډول ناروغيو) د درملنې لپاره جوړه شوې دغه ودانۍ د نړيوال سره صليب د ٢٥٥زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو کلونو په موده کې جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، په دغې ودانۍ کې ټولې روغتيايي څانګې لکه جراحي، نسايي ولادي، جلدي داخله او نور په پام کې نيول شوې دي.
د نوموړي په وينا، د غې نوې ودانۍ له جوړېدو سره به د ناروغانو درملنه همدلته کېږي، د بسترېدو او عملياتو په صورت کې به اړوندو څانګو ته لېږدول کېږي.
توريالي ويسا وويل، چې تر دې وړاندې په ميرويس روغتون کې د ناروغانو د کتنې او درملنې دغسې يوې ودانۍ شتون نه درلود، چې له امله يې هم ډاکټران او هم ناروغان له ستونزو سره مخ وو.
د کندهار والي وروسته په همدغه روغتون کې د يوه وړکتون د ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښوده.
ويسا وويل، دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې د شاداب ظفر سوداګريز شرکت په مالي مرسته جوړېږي، خو د پيسو د اندازې په اړه يې معلومات ور نه کړل.
نوموړي زياته کړه، په دغې ودانۍ کې به د روغتون اړوند روغتيا پالانو او بستري والدينو د ډېرو وړو ماشومانو پالنه او روزنه کېږي.
د ده په خبره، په دغه وړکتون کې د ماشومانو د روزنې او پالنې ترڅنګ د هغوى لپاره د تفريح اسانتياوې هم په پام کې نيول شوې دي.
په سوېل کې د نړيوال سره صليب مسوول دانيال هم خبرې وکړې او ويې ويل، ميرويس روغتون چې د سوېلي حوزې په کچه لوى روغتون دى، پر کندهار برسېره د نورو ولايتونو او ولسواليو د ناروغانو درملنه هم په کې کېږي.
هغه زياته کړه، د ناروغانو د زياتوالي له امله پر دغه روغتون فشار زيات و، چې اوس به د نوې ودانۍ له جوړېدو سره پخوانۍ ستونزې تر ډېره بريده را کمې شي او ډاکټران به پر وخت د ناروغانو درملنې ته لاسرسى ولري.
ميرويس روغتون، چې کلونه وړاندې د هغه مهال د ولايت په کچه جوړ شوى، اوس په کې د ټولې حوزې د ناروغانو درملنه کېږي، چې بسترونه يې تر ٣٥٠ اوړي خو کله نا کله په کې د ناروغانو د شمېر د ډېروالي له امله تر ٥٠٠ تنو بستر وي.
د کندهار د عامې روغتيا رياست مسوولينو په وار وار وړانديز کړى، چې د دغه روغتون تشکيل دې زيات کړل شي او دغه راز د کندهار ښار په ختيځه برخه کې دې هم دې ته ورته يو لوى روغتون جوړ شي، تر څو خلکو ته ډېرې روغتيايي اسانتياوې برابرې شي.