منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۴ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

يو شمېر سيمه ييزو چارواکيو د اروزګان روغتون ته وينه ورکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۱ کتنې

ترينکوټ( پژواک، ۴ غبرګولی ۹۱): په داسې حال کې ، چې د اروزګان يو شمېر اوسېدونکي وايي ، چې په مرکزي روغتون کې وينه نشته او په دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي، يو شمېر سيمه ييزو چارواکيو دغه روغتون ته وينه ورکړه.

 

د يادې ستونزې د حل په موخه  نن د اروزګان ولايت د والي اميرمحمداخندزاده په ګډون ددې ولايت د يوشمېر ادارو مشران او نور کار کوونکي د ترينکوټ مرکزي روغتون ته د وينې ورکولو په موخه ورغلي و .

 

د اروزګان والي له وينې ورکولوڅخه وروسته وويل : (( خوښ يم چې نن د اروزګان هغو بېچاره او ناداره خلکو لپاره خپله وينه ورکوم ، چی هغوی د بېلابېلوناروغيو له امله د وينې له کموالي  سره مخ دي.))

 

اخندزاده ددې ولايت له ټولو دولتي کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه، چي راشي او خپله وينه د وينې بانک ته ورکړي، تر څو د وينې د کموالي هغه تشه ډکه کړي ، چی دامهال مرکزي روغتون ورسره مخ دی .

 

همدارنګه د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل د دولتي چارواکيو ددې کار ستاينه وکړه ، چی په خپله خوښه يې د وينې له بانک سره په زرګونو سيسي وينې مرسته وکړه .

 

دده په وينا،  د وينې بانک د وينې د نشتون له امله له ډيرو ستونزو سره مخ و .

 

مياخېل زياته کړه ، چې د اروزګان د ډيرو اوسېدونکو اقتصادي حالت ښه نه دى او د اړتيا په وخت کې نشي کولاى ، چې په پيسو وينه  وپيري .

 

دهغه په وينا، که خلک په خپله خوښه راشي او په وړيا توګه خپله وينه د وينې بانک ته ورکړي ، تر ډيره بريده به په دې ولايت کې د وينې د نشتوالي ستونزه هواره شي .

 

همدارنګه د اروزګان په مرکزي روغتون کې د  زيبا په نوم يوې ميرمنې ، چې  وړوکی ماشوم زوی يې دغه روغتون ته راوړى و، پژواک خبري اژانس ته وويل : (( زوی مې د وينې کموالي له ناروغۍ سره مخ دى او د وينې ګروپ يې هم په اسانه ،نه پيدا کيږي او دلته د وينې په بانک کې هم وينه نشته .))

 

زيبا له دولتي کارکونکو څخه په مننې سره وويل ، چې که د اروزګان ټول اوسېدونکي دغه شان احساس پيدا کړي ، نو په اروزګان کې به د وينې د کموالي ستونزه هواره شي .

 

دغه راز د لطف الله په نوم د اروزګان يو بل اوسېدونکي هم وويل ، چې له ډيرې مودې راهيسې د مرکزي روغتون د وينې بانک د وينې د کموالي له ستونزې سره مخ دى .

 

هغه وايي ، چې څه موده مخکې ده خپل يو ټپي مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه وړى و، خو د وينې د نشتوالي له امله له ډيرو ستونزو سره مخ شو.

 

هغه زياته کړه :((د وينې په بانک کې وينه نه وه، زه لاړم او په پيسو مې وينه وپيرله، ترڅو مو مريض له مرګ څخه وژغورل شي .))