کابل ښار (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): په کابل کې د جمهوريت روغتون ودانۍ چې درې کاله وړاندې د ٢٥ميليونو ډالرو په لګښت جوړه شوه، تراوسه غير فعاله ده؛ خو د عامې روغتيا وزارت وايي، تمه کېږي د دې روغتون د فعالولو تړون له ((اغاخان شبکې)) سره د روان کال تر پاى پورې لاسليک شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پرمختللو طبي اسانتياوو د نه شتون له امله، هره ورځ سلګونه ناروغان د درملنې لپاره پاکستان او هندوستان ته ځي او د ولسمشرۍ د ويندوى دفتر د معلوماتو له مخې، د افغانستان وګړي هر کال شاوخوا ٢٥ميليونه ډالره له هېواد څخه بهر په درملنه لګوي.
د جمهوريت روغتون زړه ودانۍ په ١٣٨٣کال کې د چينايي انجنيرانو له خوا د بيارغونې په حال کې ونړېده او دوه کاله وروسته، ياد هېواد د دې روغتو ن په انګړ کې د ٣٥٠ بسترونو په ظرفيت په لسو پوړونو کې د نوي روغتون د جوړولو چارې پيل او د ١٣٨٨ کال په زمري مياشت کې سرته ورسېد.
تراوسه له دې ودانۍ نه، چې په پر مختللو وسايلو سنبال ده، ګټه نه اخيستل کېږي او د جمهوريت روغتون په پخوانۍ اداري ودانۍ او يو شمېر نورو لرګينو خونو کې، چې ١٢٠ بسترونه لري، د داخلې، عمومي جراحي، يورولوژي او د وينې ناروغيو په برخو کې د لومړنيو وسايلو په درلودو سره فعاليت کوي.
د عامې روغتيا وزارت چارواکو، په وار وار ويلي دي چې د مختصصينو د کمښت او د اړتيا وړ لګښت د نه شتون له کبله، تر دې دمه له نوې ودانۍ څخه استفاده نه ده شوې او ياد وزارت هڅه کوي چې د خصوصي سکتور په مرسته ياد شوى روغتون په معياري ډول فعال کړي.
ولسمشر حامد کرزي د ١٣٨٩ کال په وږي مياشت کې د اغاخان شبکې له دوو غړو سره په کابل کې د يوې ليدنې په ترڅ کې له هغوى څخه وغوښتل، څو د نوې ودانۍ په فعالولو سره د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مسووليت په غاړه واخلي.
د دې شبکې استازو هم ژمنه کړې وه، چې په دې برخه کې به ډېر ژر ګام پورته کړي.
د اغاخان شبکه يوه نړيواله موسسه ده، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د روغتيا او لوړو زده کړو په برخو کې د روغتونونو او تحصيلي موسسو د جوړولو له لارې فعاليت کوي.
پژواک خبري اژانس له تېرو لسو ورځو راهيسې هڅه کوي، چې د ټېلېفون او يا برېښناليک له لارې له اغاخان شبکې سره اړيکه ونيسي، څو د دې ودانۍ د فعالېدو د ځنډ د لامل په اړه خپل نظر په ډاګه کړي، خو بريالى نه شو.
د عامي روغتيا وزارت ستر سلاکار ډاکټر عبدالله فهيم، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جمهوريت روغتون د نوې ودانۍ فعالول ٢٦،٥ ميليونو ډالرو ته اړتيا لري او د دې روغتون کلنى لګښت، چې تخصصي خدمتونه وړاندې کوي، ١٢ميليونو ډالرو ته رسېږي، چې افغان حکومت د يادو پيسو د ورکولو توان نه لري.
نوموړي يادونه وکړه، چې څه باندې ٢٥ميليونه ياد شوي ډالر د اړتيا وړ طبي توکو، درملو او يو شمېر نورو دستګاګانو د پېرودلو لپاره ضرورت دي.
د هغه په وينا، د اغاخان شبکې په تېر يو کال کې د دې ودانۍ د زلزلې په وړاندې مقاومت، د وسايلو، تجهيزاتو او روغتيايي پرسونل اړتياوې او په دې وروستيو کې يې خپل راپور او غوښتنې د دې ودانۍ د فعالېدو په خاطر د عامې روغتيا وزارت ته وړاندې کړې دي.
خو نوموړي د دې شبکې د شرايطو په اړه جزئيات ورنه کړل او ويې ويل، چې ياد شوي شرطونه او غوښتنې به په لسو راتلونکو ورځو کې ولسمشر او د وزيرانو شورا ته واستول شي.
د فهيم په وينا، تمه کېږي په هغه صورت کې چې ياد شوي وړانديزونه د وزيرانو شورا او ولسمشر له لوري تاييد شي، د ياد روغتون د فعالېدو تړون به د روان کال تر پاى پورې د يادې شبکې او د عامې روغتيا وزارت تر منځ لاسليک او عملي کار به يې پيل شي.
د عامي روغتيا وزارت يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، وويل، که چېرته د اغاخان له شبکې سره موافقه ونه شي، وزارت به هڅه وکړي چې دا ودانۍ د خصوصي سکتور او د دې وزارت په ګډه همکارۍ فعاله کړي.
د روغتيايي چارو يو شمېر مختصصين، د عامې روغتيا وزارت د کمزوري مديريت او د خلکو ستونزو هوارولو په برخه کې په نه پاملرنه تورنوي او وايي، چې بايد د جمهوريت روغتون دا چمتو او مجهزه ودانۍ په تېرو درېيو کلونو کې فعاله شوې وه.
د عامې روغتيا يو پخواني رييس چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل: ((که چېرته په خلکو زړه سوى کېداى، د عامې روغتيا وزارت بايد قوي مديريت درلود، د پاکستان له رحمان او د هندوستان له کيشا روغتونونو سره به د ناروغانو د استولو تړونونه نه لاسليک کېدل، نو نن به دا ودانۍ خامخا ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وه.))
نوموړي د چا د نوم له اخيستو پرته وويل، د عامې روغتيا په وزارت کې يو شمېر کسان شته، چې نه غواړي په افغانستان کې روغتيايي خدمتونه معياري شي؛ ځکه دې کسانو په پاکستان او هندوستان کې له يادو روغتونونو سره تړونونه کړي دي.
د هغه په وينا، د جمهوريت روغتون د پرانېستې د مراسمو په ورځ، ولسمشر حامد کرزي او د دې وزارت د هغه وخت مشرتابه ژمنه کړې وه، چې دا روغتون به معياري او اختصاصي خدمتونه وړاندې کوي او د دې خدمتونو په وړاندې کولو سره به د خلکو ډېرې روغتيايي اړتياوې پوره شي.
نوموړي د خصوصي سکتور له خوا د دې ودانۍ ګټې اخيستنې ته د سپارلو په هکله وويل: ((دا هم د عامې روغتيا وزارت يوه ستره تېروتنه ده، ځکه چې موږ په هېواد کې وتلي کدرونه لرو او له هېواد څخه بهر هم نامتو ډاکټران لرو، چې د باکيفيته خدمتونو د وړاندې کولو وړتيا لري؛ خو په دې برخه کې د عامې روغتيا وزارت، زموږ ډاکټرانو ته په کم نظر ګوري او بهرنيو ډاکټرانو ته يې رجوع کړې ده او همداراز دومره پېسې راغلې، ايا شونې نه وه چې په يوه روغتون کې د خلکو د روغتيا په خاطر يوه زياته اندازه پېسې لګول شوې وى.))
د نوموړي په وينا، که چېرته د دې روغتون د فعالولو په خاطر د اړتيا وړ پيسې نه وي، نو ښه ده چې د خصوصي سکتور او حکومت په ګډه همکارۍ ياده ودانۍ فعاله شوې واى.
د عمومي جراحۍ او اورتوپېدي متخصص ډاکټر عبدالسلام جلالي هم د عامې روغتيا پر وزارت نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د مالي امکاناتو د کمښت ترڅنګ، د عامې روغتيا وزارت د مسوولينو نه لېوالتيا، په دولتي روغتونونو کې د معالجوي خدمتونو او د خلکو د ستونزو نه درکولو لامل ګرځېدلې ده، چې له دې ودانۍ څخه لا هم ګټه نه اخيستل کېږي.
د هغه په وينا، د دې ودانۍ فعالېدلو بايد له يو کال څخه زيات وخت نه و اخيستى.
نوموړي وړانديز وکړ، چې دا ودانۍ بايد له حکومت سره د څو ملي سوداګرو او خيريه نهادونو په همکارۍ فعاله شي.
سرچېنې د اغاخان شبکې له خوا د دې ودانۍ د فعالېدو د ځنډ په اړه وويل، اغاخان غواړي څو د ډېرو پېسو په مقابل کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي او ښايي دا موضوع لامل شوې وي، چې د عامې روغتيا وزارت او اغاخان له دې وېرې، چې د خلکو غږ پورته نه شي، تراوسه سلا شوي نه دي.
د هغه په اند، ښايي په تېرو درېيو کلونو کې د ياد روغتون په نوې ودانۍ کې له وسايلو او تجهيزاتو نه استفاده د دې لامل شوې وي، څو تخنيکي عوارض پيدا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر کابل ښاريان هم په حکومت نيوکه کوي او وايي، د عامې روغتيا وزارت بايد له ځنډ څخه پرته ياده ودانۍ، چې په پرمختللو وسايلو او تجهيزاتو سنبال ده، ګټې اخيستنې ته وسپاري.
د کابل ښار د قلعۀ فتح الله سيمې يوه هټيوال عبدالحسيب د دې روغتون د نه فعالېدو په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل: ((کله چې خبر شو، اغاخان دا روغتون فعالوي، زيات خوشاله شو او هېله من و، چې باکيفيته او ښه روغتون فعالوي؛ خو اغاخان هم تراوسه نه دى توانېدلى چې دا تياره او مجهزه ودانۍ فعاله کړي، اريان يو چې ولې د بې وسو خلکو په حق دومره تېرى کېږي.))
همدارنګه د هودخېلو د منځني ښوونځي ښوونکې خالدې وويل، چې بايد د عامې روغتيا وزارت د دې روغتون فعالېدو ته پاملرنه وکړي.
نوموړې، د هېواد په نورو شته روغتونو کې ګڼې ګونې او بهرنيو هېوادونو ته د ناروغانون تګ ته په اشارې سره وويل: ((حکومت او د اغاخان موسسې ته ډېر د شرم ځاى دى، چې په دوو کلونو کې يې يو بشپړ روغتون فعال نه کړ او د باکيفيته خدمتونه د وړاندې کولو هېڅ تمه ترې نه لرم.))










