منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۵ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د خوست بې پولې ډاکټران د کار د پيلولو لپاره د خوندي چاپېريال غوښتونکي دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

خوست ښار (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): د بې پولې ډاکټرانو نړيواله ټولنه وايي، څو پورې چې د کارکوونکو لپاره يې خوندي امنيتي چاپېريال برابر نه شي، دوى به په خوست کې تړلى روغتون نه پرانېزي.

تېره مياشت په خوست ښار کې د يادې ټولنې اړونده د نسايي ولادي روغتون کې چاودنه وشوه، چې له امله يې يو شمېر کسان ټپيان شوي وو.

له دې چاودنې وروسته ياد شوى روغتون تړل شوى دى.

خپلواکه، بشرپاله روغتيايي اداره ام اس اف (د بې پولې ډاکټرانو  ټولنه) له خوا د غبرګولي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تر هغې به په خوست کې خپل کار بيا پيل نه کړي، چې د کارکوونکو لپاره يې خوندي چاپېريال نه وي برابر شوى.

خبرپاڼې په افغانستان کی د ام اس اف د استازي بينويټ ډی ګريس له خولې ليکلي، چې د خوست د نسايي ولادي روغتون د کار د  پيلولو پرېکړه يې ځنډولې ده.

سرچينه زياتوي، سره له دې چې په روغتون کې د چاودنې پنځه اونۍ وخت تېر شوی دى؛ خو تراوسه هم د دې احساس نه کوي چی د روغتون کاري چاپېريال دې د  ناروغانو او کارکوونکو لپاره خوندي وي.

بينويټ وايي: ((موږ ته د روغتونو له خونديتوب څخه نور هېڅ څه مهم نه دي، د يوه روغتيايي ادارې او مېلمه په توګه موږ بايد د نورو ډلو باور ترلاسه کړو، چی ترڅو له زورزياتي پرته د ناروغانو په درملنه کې ډاډ راکړي.))

نوموړي د خوست په ټولو اړوندو ډلو غږ کړى، چی د دوى د کارکوونکو د بېرته ستنېدو لپاره دې له امنيتي چاپېرياله ډکه فضا رامنځ ته کړي.

بينويټ ډي ګريس زياته کړه، چې دوى له اړوندو چارواکو سره د يادې پېښې په اړه پلټنې او څېړنې کړي او په دې اړه د بشپړ راپور په تمه دي، له هغې وروسته به وروستۍ پرېکړه کوي.

هغه وايي: ((تر هغې به بېرته خوست ته ستانه نه شو، ترڅو چې د روغتيايي پاملرنې د برابرولو لپاره د يوه خوندي چاپېريال ډاډ حاصل نه کړي.))

بل خوا خوست مېشتي، د بې پولې ډاکټرانو د زېږنتون په تړلو باندې ډېر خپه دي او وايي چې دا کار هغه چا کړی، چې مور او ماشوم ته احترام نه لري.

 د خوست د بېلابېلو مدني ټولنو غړو، د بې پولې ډاکټرانو له مسوولينو غوښتې چې خپل کار بيا پيل کړي او په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي.

د خوست د قومونو په استازيتوب قومي مشر نظام ځدراڼ وايي، قومونه چمتو دي چې د بې پولې ډاکټرانو روغتون د قومي اربکيو په مټ وساتي.

د خوست ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک اژانس ته وويل، چې ولايت مقام د  ام اس اف په دغې پرېکړې چې په خوست کې تر نامعلومې نېټې پورې خپل کارونه نه پيلولي، خپله ژوره خواشيني ښکاره کوي.

نوموړی وايي، چې د بې پولې ډاکټرانو زېږنتون د خوست ولايتي ادارې او ولسونو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

د روان په خبره، د خوست ولايتي ادارې د دې ادارې له مسوولينو سره په ناستو کې تل د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دى؛ خو نه پوهېږي چې دوی د څه ډول مرستې غوښتونکي دي.

نوموړی وايي، د خوست مېشتو ولسونو د سوکاله ژوندانه په موخه يو ځل بيا ام اس اف ادارې ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکوي.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير بادشاه رحمتزي منګل هم د بې پولې ډاکټرانو په دغې پرېکړې خواشيني څرګنده کړه.

هغه وېره څرګنده کړه، چې که ياد روغتون فعاليت پيل نه کړي، نو په دې ولايت کې به د مور او ماشوم د مړينې کچه لوړه شي.

ده وويل، له کله نه چې بې پولې ډاکټرانو په خوست کې خپل زېږنتون پرانېستی، شپږسوه ماشومان په کې پيدا شوي او د ۷۰۰ نسايي ولادي ناروغانو درمنله په کې شوې ده.

منګل زياته کړه، اوس چې دغه زېږنتون خپل فعاليتونه بند کړي، خوست مېشتي په دې برخه کې له زياتو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړی په خبره، خوست مېشتي ډاکټران به د بې پولې ډاکټرانو له ډلې سره له هر ډول همکاريو درېغ ونه کړي.

په خوست ښار کې بې پولې ډاکټران ۵۶ بستريز روغتون لري، چې د روان زېږديز کال په مارچ پرانېستل شوی، چې په لنډه موده کې نږدې ۱۱ سوه ناروغان په کې درمنله شوي دي.