پلخمري (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): په بغلان ولايت کې د ماين په چاودنه کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له خپلو څلورو کسانو سره ووژل شو.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد کمين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن مازيګر د څلورو بجو شاوخوا د دې ولسوالۍ په علاوه الدين کلي کې رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، په بوشکه کې ماين چې د مخالفينو له خوا د سړک پر غاړه ځاى پرځاى شوى وو، د پوليسو پر رنجر موټر چې په سيمه کې پر ګزمې بوخت وو، وچاودېد، چې له امله يې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان دادالله له خپلو څلورو کسانو سره ووژل شو او يو بل پوليس ټپي شو.
امنيه قوماندان وويل، چې مرستندويه او د پوليسو د څېړنې ډلې سيمې ته استول شوې دي، چې تر څېړنو وروسته به د پېښې په اړه نور جزئيات وړاندې کړي.
د مرکزي بغلان روغتون د جراحۍ د څانګې مسوول ډاکټر خليل نرمګوى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغې پېښه کې يو پوليس ټپي شوى او د يادې ولسوالۍ د منګلها د سيمې روغتيايي کلينيک ته لېږدول شوى، چې روغتيايي حالت يې نازک دى.
د علاوالدين د کلي يوه اوسېدونکي محمدعيسى پژواک ته وويل، چې چاودنه ډېره درنه وه.
د نوموړي په وينا، د رنجر د موټر ټوټې په سيمه کې پرتې دي او د پېښې د قربانيان مړي د پوليسو او د سيمې د خلکو په مرسته کلينيک ته لېږدول شوي دي.
نوموړي وويل، چې سيمه اوس مهال د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده او يوه چورلکه د سيمې په فضا کې ګرځي راګرځي.
وسلوالو طالبانو د دغې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستى دى.
د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد په يوې ټېلېفوني اړيکه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماين د هغوى له خوا ځاى پرځاى شوى وو.
مجاهد وويل، چې په دې چاودنه کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له څلور پوليسو سره وژل شوى او يو بل تن ټپي دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن