کندهار (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): د کندهار د عامې روغتيا مسوولين وايي، په سوېلي حوزه کې د ګوزڼ د واکسيناسيون په اړه په خلکو کې د عامه پوهاوي د کچې د ټيټوالي له امله د ماشومانو د ګوزڼ پېښې زياتې شوې دي.
د عامې روغتيا رياست د واکسيناسيون د چارو د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر عزيزالله کاکړ د غبرګولي په ٩مه د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د پوليو د واکسين په اړه په خلکو کې د عامه پوهاوي کچه شاوخوا ٤٥ سلنه ده.
هغه زياته کړه، له همدې امله په سوېلي حوزه کې په ماشومانو کې د پوليو پېښې زياتې شوې او تر دغه مهاله شپږ پېښې ثبت شوې، چې ٣ په هلمند او ٣ په کندهار کې دي.
د نوموړي په وينا، په تېر کال کې د هېواد په کچه د پوليو ٨٠ پېښې ثبت شوې وې، چې ٦٢ يې يواځې په سوېلي حوزه کې وې او په دې برخه کې بېړنى حالت اعلان شوى و.
کاکړ وويل: ((په دغه کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ٣٥ پېښې په کندهار، ١٩ پېښې په هلمند، ٥ پېښې په اروزګان او ٣ پېښې په زابل ولايتونو کې وې.))
د هغه په خبره، تېر کال د پوليو د پېښو د زياتوالي له امله د ټول هېواد په کچه د واکسيناسيون ١٠ کمپاينونه ترسره شوي وو، خو سږ کال د کمپاينونو شمېر محدود او يواځې درې کمپاينه ترسره شوي دي.
کاکړ خبر ورکړ، چې د روان کال د غبرګولي د مياشتې په ٢١، ٢٢ او ٢٣مه نېټه يوازې په سوېلي حوزه کې د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندې د واکسيناسيون څلورم کمپيان پيلوي، تر څو دلته د پوليو ګراف ټيټ شي.
نوموړي د جوماتونو له امامانو، قومي مشرانو، عامو اوسېدونکو او رسنيو وغوښتل، چې له هغوى سره په دې برخه کې همکاري وکړي او په خلکو کې د عامه پوهاوي کچه له ٤٥ سلنې ٩٥ سلنې ته لوړه کړي.
هغه د عامه پوهاوي د کچې د ټيټوالي ترڅنګ په سوېل کې د پوليو د پېښو د زياتوالي نور لاملونه بې سوادي، خراب امنيتي وضعيت او د خلکو نه همکاري وګڼله.
په روان کال کې د ټول هېواد په کچه د پوليو ٧ پېښې ثبت شوې، چې ٣ په هلمند، ٣ په کندهار او ١ په پکتيا ولايت کې ده، خو تېر کال د دغو پېښو شمېر د هېواد په کچه ٨٠ و.