جلال اباد (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): د ننګرهار د عامې روغتيا مسوولين وايي، چې په ختيځه سيمه کې د قابله ګانو د ښه فعاليت او زيار له امله په دې سيمه کې د مور او ماشوم د مړينې کچه پنځه برابره ټيټه شوې ده.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د قابله ګانو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې، چې نن په جلال اباد ښار کې ترسره شوه، وويل، چې څو کاله وړاندې په هرو سل زره زېږونونو کې يو زر او شپږ سوه د مړينې پېښې ثبتېدلې، خو اوس دغه کچه ٣٢٧ مړينو ته راټيټه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د مور او ماشوم د مړينې د کچې د ټيټېدا لوى لامل په کلينيکونو کې د ښځينه روغتياپالو فعاليتونه او زياتوالى دى.
د نوموړي په وينا، په ختيځه حوزه کې همدا اوس ١٢٠ قابلې تر روزنې لاندې دي.
ډاکتر شېرزاد وويل، چې په ننګرهار ولايت کې نږدې ١١٨ لومړني روغتيايي مرکزونه، پنځلس بستريز روغتونونه او ښاري حوزوي روغتونونه شتون لري، چې ١٥سلنه يې لا اوس هم قابله ګانو ته اړتيا لري.
هغه زياتوي، چې لږو امکاناتو او نا امنيو ته په کتو ځيني ښځينه کارکوونکې زړه نه ښه کوي چې لرو پرتو ولسواليو ته ولاړې شي.
ډاکتر شېرزاد وويل، چې يواځې د جلال اباد ښار په مرکزي روغتون کې دېرش قابلې په نسايي ولادي څانګه کې او ١٨٠ په سيمه ييزو کلينيکونو کې په خدمت بوختې دي.
په ختيځو ولايتونو کې د عامې روغتيا وزارت د قابلو مشرې وحيدې ظاهري پژواک ته وويل، چې د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټول د دوى لومړۍ موخه ده.
هغې زياته کړه، چې د کار پر وړاندې يې سترې ننګونې کلتوري محدوديتونه دي، چې خلک نه غواړي لوڼې يې له کوره بهر ووځي.
د ظاهرې په وينا، د امنيتي او اقتصادي ستونزو له امله له زده کړو فارغې شوې قابلې نه غواړي لرې پرتو سيمو ته ولاړې شي.
نوموړې وويل، چې په ټول هېواد کې له دوى سره دوه زره شپږ سوه قابلې ثبت او راجستر دي، چې د معاشاتو لوړولو، استوګن ځايونو برابرولو او نورو امتيازاتو ورکولو په برخه کې ورسره دولت هېڅ همکاري نه کوي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ يوې اوسېدونکې رييسې شينواري، چې د قابله ګۍ د زده کړو د درېيم سمسټر محصله ده، له لوستو نجونو غوښتنه وکړه، چې د قابله ګۍ زده کړې دې ترلاسه کړي او د نالوستو خويندو خدمت دې وکړي.
شينوارې پژواک ته وويل: ((د قابله ګۍ اتلس مياشتنۍ زده کړې د طب پوهنځي تر زده کړو ډېرې اغېزمنې دي.))
هغې زياته کړه، کله چې له زده کړو فارغه شي، هسکې مېنې ولسوالۍ ته به ځي او د جلال اباد ښار سوېل ته په سل کيلومترۍ کې د پرتې ولسوالۍ په يو کليوال کلينيک کې به دنده ترسره کوي.
بل پلو د جلال اباد روغتون نسايي او ولادي څانګې مشرې ډاکتر زکيې پژواک ته وويل، چې سږ کال په تېرو دوو مياشتو کې د مور د مړينې کچه راټيټه شوې خو د ماشومانو د مړينې کچه نه ده راټيټه شوې.
نوموړې زياته کړه، چې په تېرو دوو مياشتو کې په دغه روغتون کې ٤١٤٣ ولادتونه شوي، چې دې ډلې دوه ميندې او ٥٤ ماشومان مړه شوي دي.
د هغې په وينا، د تېر کال په ورستيو شپږو مياشتو کې په نسايي او ولادي څانګه کې دوولس زره او ٤٨٩ ولادتونه ترسره شوي، چې نهه ميندې او ١١٨ ماشومان په کې مړه شوي وو.
نوموړې د ماشومانو د مړينې نه ټيټوالى په روغتون کې د بسترونو لږوالى ښيي.
ذکيه وايي، چې په روغتون کې ٤٤ بسترونه شته، خو هره ورځ په کې له اتيا څخه تر نوې پورې ښځې د ولادت په موخه بستريږي.










