منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۴ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

اوه ټنه تاريخ تېر درمل وسوځول شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٥ غبرګولى ٩١): د جلال اباد ښار په مرکزي روغتون کې نن (د غبرګولي ١٥مه) شاوخوا ٧ ټنه هغه تاريخ تېر درمل وسوځول شول، چې د دغه ښار او ولسواليو له درملتونونو څخه راټول شوي وو.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د دغو مراسمو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا درمل د تېرو دوو مياشتو په موده کې له ښار او ولسواليو څخه راټول شوي وو.

هغه زياته کړه، چې دغه درمل يې د امنيې قوماندانۍ، ملي امنيت، څارنوالۍ، ولايت مقام او د ولايتي شورا په همکارۍ له درملتونونو څخه راټول کړي وو.

د عامې روغتيا رييس وويل، چې د دغه تاريخ تېرو درملو په تور يې څو تنه نيولي او د ننګرهار څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي، خو د نيول شوو کسانو کره شمېر يې ونه ښود.

نوموړي وويل، د دغو درملو ارزښت شاوخوا ٧ ميليونه افغانۍ کېږي.

شېرزاد وايي، چې ځينې داسې درمل يې هم راټول کړي او په ډيپو کې ورسره دي، چې کيفيت يې خراب دى.

د نوموړي په وينا، د يادو بې کيفيته درملو نمونې يې د عامې روغتيا وزارت ته استولې، څو معلومه کړي چې دغه درمل بې کيفتيه دي او که څنګه؟

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د عامې روغتيا رياست د دغه اقدام ستاينه کوي.

د بهسود ولسوالۍاوسېدونکى سيداجان وايي، درمل پلورونکي چې ځيني ډاکټران هم ورسره ملتيا کوي، د څو روپيو لپاره د خلکو پر ژوند لوبې کوي.

هغه زياته کړه، چې په دغه تور نيول شوو کسانو ته بايد سخته سزا ورکړي.

د جلال اباد ښار د اوومې ويالې يوه اوسېدونکى حبيب الرحمن هم د دغه اقدام د ستاينې ترڅنګ غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې بايد نور هم جدي اقدامات وکړي.

د يادونې ده، چې د روان ١٣٩١ کال له پيل راهيسې په ننګرهار ولايت کې دا لومړى ځل دى چې تاريخ تېر درمل سوځول کېږي، تېر کال هم د ياد رياست له خوا څو ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي وو.