منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ ته ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

خوست ښار (پژواک ١٥ غبرګولى ٩١): د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ لپاره د نوې ودانۍ چارې بشپړې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي د غبرګولي په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ ۱۸خونې لري، چې د امريکا د متحدو ايالتونو د کورپس يا انجنيرۍ ډلې له لوري د يو ميليون او دوه سوه زره ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

د هغه په وينا، په ياده ودانۍ کې د پوليسو د روزنې لپاره بېلابېلې څانګې، خوړنځى او د خوب لپاره کوټې او نور اړين ملحقات لري .

نوموړي زياته کړه، چې د دغې ودانۍ کار په نړيوالو معيارونو سره د دوو کلونو  په ترڅ کې ترسره شوى دى.

د يادې ودانۍ د پرانيستې پر مهال د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو به د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ پوليس لا خپلو دندو ته وهڅېږي او اسانتياوې به ورته ډېرې شي.

نوموړي زياته کړه: ((خوښ يم، چې نن يو ځل بيا په دغه ولايت کې د بيارغونې په برخه کې يوه ډېره مهمه پروژه ګټې اخيستنې ته سپارو.))

د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ يو پوليس احمدشاه پژواک اژانس ته وويل، اوس به تر يوې ښکلې ودانۍ لاندې په ارامه فضا کې دنده ترسره کوي او هېوادوالو ته به خدمت کوي.

د يادونې ده، چې يوه مياشت وړاندې د تڼيو ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ لپاره هم ورته ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې وه.