ژبه

ډاکټر پخلا: د کندهار په يوه ولسوالۍ کې هم ښځينه ډاکټره نشته

کندهار (پژواک ١٥ غبرګولى ٩١): د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، چې د کندهار په يوه ولسوالۍ کې هم ښځينه ډاکټره نشته.

نوموړي دغه څرګندونې د کندهار د طبي علومو انسټيټيوټ د نرسنګ او قابلګۍ په څانګو کې د ٤٢ تنو مېرمنو د فارغېدو د مراسمو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وکړې.

دغه مراسم د غبرګولي په ١٥مه د طبي علومو د انسټيټيوټ د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، چې د روغتيايي مسوولينو ترڅنګ په کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم ګډون کړى و.

د کندهار د طبي علومو د انسټيټوټ مسوولې ډاکټر نسرين بارکزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، دا د عالي نرسنګ په برخه کې پنځم او د قابلګۍ په برخه کې اووم دور فارغين دي، چې ٢٢ تنو يې د نرسنګ او ٢٠ يې د قابلګۍ په څانګو کې دوه کلنې زده کړې بشپړې کړې دي.

هغې زياته کړه، د دغو ښځينه نرسانو او قابلو په فراغت سره به د سوېلي حوزې په کچه په لرې پرتو ولسواليو کې روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى ډېر شي.

د نوموړې په وينا، د فارغو شوو ښځينه نرسانو او قابلو ډېره برخه به د کندهار او سوېلي زون د ولايتونو په هغو ولسواليو کې کار وکړي، چېرې چې خلک او په ځانګړې توګه مېرمنې له روغتيايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دا وايي، د طبي علومو دغه انسټيټيوټ ته تر دې مخکې ښځينه زده کوونکې د عمومي کانکور له لارې معرفي کېدې، خو اوس به په کندهار کې زده کوونکې د کانکور له لارې د صحي علومو دغه مرکز ته جذبېږي.

هغه زياتوي: ((تر دې مخکې به هغه زده کوونکې، چې د عمومي کانکور له لارې معرفي شوې وې، له فراغت وروسته خپلو ولايتونو ته تللې او په کندهار کې يې کار ته زړه نه ښه کاوه، خو اوس چې په کندهار کې ورته ازموينه اخيستل کېږي، نو ګڼې مېرمنې به همدلته کار کوي.))

نسرين د ښځينه روغتيايي کار کوونکو پر وړاندې د امنيت نشتوالى، د پوهې د کچې ټيټوالى او يو شمېر دودونه عمده ستونزې وګڼلې، خو ويې ويل، چې دغه ستونزې د پخوا په پرتله اوس څه نا څه کمې شوې دي.

د هغې په خبره، اوس مهال ورسره د سوېلي زون د بېلابېلو ولايتونو شاوخوا ٣٠٠ نجونو نوم ليکنه کړې، چې په لنډه موده کې به ورته د نرسنګ او قابلګي په برخو کې زده کړې پيل شي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک ته وويل، چې د کندهار د طبي علومو انسټيټيوټ په ١٣٥٧کال کې تاسيس شوى، چې د جګړو پر مهال يې فعاليت ودرېد او د دويم ځل لپاره يې په ١٣٨١ لمريز کال کې بېرته خپل فعاليت پيل کړ.

هغه وويل: ((له دغه مرکز څخه د ١٣٨٢ او ١٣٨٩ کلونو ترمنځ له منځني نرسنګ څخه ٦٦ هلکان او ١١٤ نجونې، د عالي نرسنګ په څانګه کې د ١٣٨٧ او ١٣٩٠ کلونو تر منځ ٨٤ هلکان او د ١٣٨٦ او ١٣٩١ کلونو ترمنځ ١٢٠ قابلې روزل شوې او فارغې شوې دي.))

نوموړي زياته کړه، چې د کندهار په يوه ولسوالۍ کې هم ښځينه ډاکټره نشته، يواځې په کندهار ښار کې څو تنې ښځينه ډاکټرانې روغتيايي خدمات ترسره کوي، د دغو قابلو او نرسانو په فراغت سره به په ولسواليو کې د مېرمنو لپاره روغتيايي خدمات ډېر او د مور او ماشوم په مړينه کې به کمښت راشي.

د رحمانيې په نوم د کندهار ښار يوې اوسېدونکې، چې د قابلګۍ دوه کلن کورس يې بشپړ کړى وايي، غواړي په ولسواليو کې د مېرمنو لپاره کار وکړي.

هغې زياته کړه، نږدې خپلوان يې په ولسواليو کې ژوند کوي له همدې امله يې احساس کړې، چې همالته کورنۍ له روغتيايي ستونزو سره مخ دي، نو ځکه يې د قابلګۍ په برخه کې زده کړو ته مخه کړه او اوس کار ته چمتو ده.

د کندهار د طبي علومو انسټيټيوټ، چې څه موده وړاندې ورته د امريکا د متحدو ايالاتو د ٢،٧ ميليونو ډالرو په لګښت ورته پرمختللې ودانۍ جوړه شوه، اوسمهال يوازې د نرسنګ او قابلګۍ څانګې لري.

د دغه روغتيايي مرکز مسووله وايي، چې ډېر ژر به په دغه انسټيټوټ کې د لابراتوار، فارميسۍ او غاښو څانګې پرانيزي، تر څو په دې برخه کې هم مسلکي ټکنېشنان وروزل شي او په دې برخه کې د پرسونل د کمښت ستونزه هواره شي.

ورته موضوع