ژبه

د کندهار ښار ډنډ څلورلارې ورغول شوه

کندهار (پژواک ١٦ غبرګولى ٩١): د افغان يونايټيډ بانک پانګه والو د کندهار ښار ډنډ څلورلارې ورغوله او هغې ته يې نوې بڼه ورکړه.

دغه څلورلارې د غبرګولي په ١٦مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه، چې په کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، ښاروال محمدعمر عمر او د هېواد د سوداګرۍ خونو رييس مرستيال خان جان الکوزي ګډون کړى و.

خان جان الکوزي د دغې څلورلارې د پرانيستنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ډنډ په نوم دغه څلورلارې د افغان يونايټيډ بانک د ١٥ ميليونو افغانيو په لګښت په ښکلې او معياري بڼه رغول شوې ده.

هغه زياته کړه، د څلورلارې د ساتنې دنده نن کندهار ښاروالۍ ته وسپارل شوه.

د نوموړي په وينا، دا د ملي سوداګرو دنده ده، چې يوازې د فابريکو په جوړولو، پانګه اچولو او ودانيو په جوړولو بسنه ونه کړي، بلکې د ښارونو په ښکلا کې هم ونډه واخلي.

دى وايي، ملي سوداګرو په کابل، ننګرهار، هرات، مزار شريف، کندهار او نورو ولايتونو کې ګڼ شمېر څلورلارې رغولې او ښارونو ته يې ښکلا ورکړې ده.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د افغان يونايټيډ بانک دا هڅه وستايله او ويې ويل، چې ملي سوداګر بايد د وطن دوستۍ د حس له مخې تل دغسې کارونه وکړي.

هغه وويل، د کندهار ښار د ګڼو څلورلارو د رغولو په موخه ملي سوداګرو ژمنې کړي، خو دغه چارې تر ښاري ماسټر پلان جوړېدو پورې ځنډول شوې، چې وروسته به پيل شي.

د کندهار ښاروال محمدعمر عمر وويل، چې د ډنډ څلورلارې د ساتنې او مراقبت په موخه يې دوه تنه پر دندو ګومارلي، چې د دغه تفريحي ځاى ساتنه وکړي.

هغه وويل، ښاروالۍ په پلان کې لري، چې په ورته توګه په يو شمېر ځايونو کې څلورلارې په ښکلې بڼه ورغوي او پخوانۍ هغه پراخ او لا ښکلي کړي.

په کندهار ښار کې تر دې وړاندې د سردار مددخان او شهيدانو څلورلارې هم په ورته توګه د ملي سوداګرو له لوري په ښکلې بڼه رغول شوې دي.

ورته موضوع