خوست ښار (پژواک ١٧ غبرګولى ٩١): په خوست ښار کې د عبدالحى حبيبي لېسې د پنځو زرو زده کوونکو لپاره د٥٠٠ زره ډالره په لګښت نوې ودانۍ جوړيږي.
د دغې ودانۍ، چې په درېيو پوړونو کې به جوړه شي، د بنسټ ډبره نن (د غبرګولي ١٧ مه) په خوست ښار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د يادو مراسمو پر مهال وويل، چې د دغې ودانۍ لګښت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا ورکول کېږي، چې شاوخوا ٥٠٠ زره ډالره کېږي.
د هغه په وينا، د دې ودانۍ پر جوړېدو سره به د عبدالحى حبيبي لېسې د زده کوونکو د ځاى د نشتوالي ستونزه هواره شي.
نوموړي زياته کړه، چې په خوست کې تر هر بل وخت د پوهنې بهير اوس په ډېر ښه ډول سره روان دی او په پلان کې لري، چې په روان لمريز کال کې يو شمېر نورو ښوونځيو ته د دولت او مرستندويه موسسو په مرسته ودانۍ جوړې کړي.
د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختيار هم وويل، ډېر خوشحال دی چې د لېسې لپاره يې درې پوړيزه ودانۍ جوړيږي.
ده زياته کړه، چې دغه ودانۍ به ۳۰ درسي خونې، درې ادارې، تشنابونه او نور اړين ملحقات ولري، چې په جوړېدو سره به يې د زده کوونکو ډېری ستونزې هوارې شي.
نوموړي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت له چارواکو مننه وکړه، چې خوست ته يې بودجه ځانګړې کړې او پر هغې دوی ته د لېسې ودانۍ رغوي.
د پوهاند عبدالحی حبيبی لېسې د ۱۲ ټولګي زده کوونکي سيد موسی پژواک اژانس ته وويل، چې دا مهال په دې لېسه کې زده کوونکي ډېر او درسي خونې يې لږې دي.
د هغه په وينا، دا مهال ډېری زده کوونکي تر لمر لاندې زده کړې کوي؛ خو په باد او باران کې يې زده کړې نيمګړې پاتې کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې که دغه درې پوړيزه ودانۍ ورغول شي، نو د دوى به ډېرې ستونزې ورسره هوارې شي.
د يادونې ده، چې د پوهاند عبدالحی حبيبي په لېسه کې نږدې پنځه زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي او يواځې يو عصري تعمير لري، چې ۱۲ خونې په کې دي.










