منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۶ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په ننګرهار کې ٣٥ ټنه تاريخ تېر او بې کيفيته درمل وسوځول شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٧ غبرګولى ٩١): د ننګرهار د عامې روغتيا او ګمرک چارواکو د غبرګولي په ١٧مه پنځه دېرش مټريک ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل په عام محضر کې وسوځول.

د عامې روغتيا وزارت د فارمسۍ عمومي رييس حفيظ قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سوځول شوي دغه ١٣قلمه درمل په دې وروستيو کې له جرمني، پاکستان او او ترکيې څخه راوړل شوي وو.

هغه زياته کړه، چې د دغو درملو ارزښت له پنځه ميليونه افغانيو څخه زيات و.

د نوموړي په وينا، دغه ٣٥ ټنه درمل د تېر يوه کال په اوږدو کې د ننګرهار په ګمرک کې نيول شوي وو.

د فارمسي رييس وويل، د عامې روغتيا وزارت په هڅه کې دى، چې د هېواد په سترو دخولي دروازو کې د درمل کتلو لابراتوارونه فعال کړي، څو د ناقانونو او تاريخ تېر درملو د واردولو مخه ونيسي.

نوموړي زياته کړه، چې په نننيو سوځولو شوو درملو کې يوه اندازه هغه چينايي درمل هم شامل وو، چې د ښه کيفيت درلودونکي وو، خو په کراچۍ بندر کې سره لمر ته په درولو سره يې ويټامين A له لاسه ورکړي و.

د ننګرهار د ګمرک رييس خليق الله پژواک اژانس ته وويل، چې په ګمرک کې د درملو ساتنې لپاره سړه خونه نه لري، چې له کابله د نمونې د معايناتو تر بشپړولو پورې په کې درمل وساتي.

د هغه په وينا، د هېواد ختيځه اوږده پوله چې لسګونه فرعي او قاچاقي لارې له ګاونډي پاکستان سره لري، د قاچاقو په مخنيوي کې د دوى پر وړاندې يوه ستره ننګونه ده.

د ګمرک رييس ومنله، چې اوس هم جلال اباد ښار ته له ناقانونه لارو څخه بې کيفتيه قاچاقي درمل راځي.

خو د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې له ولايتي شورا، امنيتي ارګانونو او د اصنافو له ټولنو سره په ګډه جوړ کمېسيون يې هر وخت د ښار او ولسواليو درملتونونه څاري څو تاريخ تېر درمل ونه پلوري.

شېرزاد وويل، تېره مياشت يې هم په دغه ولايت کې څلور تنه درمل پلورونکي څارونوالۍ ته ور پېژندلي دي.

د يادونې ده، چې د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وړمه ورځ په دغه ولايت نږدې اوه ټنه بې کيفيته درمل چې د ښار او ولسواليو له درملتونونو څخه يې راټول کړي وو، وسوځول.