منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په خوست ښار کې د څه باندې يوکيلومتر سړک د پخولو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

خوست ښار (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩١): په خوست ښار کې د نږدې يو ميليون ډالرو په لګښت  د يوه سړک د جوړولو چارې د غبرګولي په ٢٠مه پيل شوې.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ازادۍ مېنې د دغه سړک د پخولو د چارو د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دغه سړک ٤٩ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.

هغه زياته کړه، چې دغه سړک ١١ سوه متره اوږودوالى او ١٤ متره سور لري.

نعيمي وويل،چې دغه سړک دخوست ښاروالۍ له پرمختيايي بوديجې څخه رغول کېږی.

د والي په وينا، د دغه سړک په جوړېدو سره به د يادې سيمې  ښکلا زياته او  د ازادۍ مېنې د خلکو ستونزې به هم تر ډېره بريده راکمې شي.

د ازادۍ مېنې اوسېدونکي د ياد سړک پر پخېدو خوشاله دي خو له دولت غوښتنه کوي چې د کار کيفيت ته بايد ډېره پاملرنه وکړي.

اتل چې په ازادۍ مېنه کې کور  لري وايي، چې د خوست ښار ټول سړکونه د نوې ادارې په راتګ سره جوړ شوي دي.

خو نوموړي زياته کړه، چې دا دی لږه موده نه ده تېره شوې چې ټول بېرته خراب شوي او بيارغونې ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، که د دغه سړک د کار پر مهال  کيفيت ته پاملرنه ونه شي نو د نورو هغو په شان به ژر ويجاړ او له کاره ولوېږي.

خو د خوست ښاروالۍ مرستيال انجنير شريف ژمنه وکړه، چې د سړک له کارونو به کلکه څارنه کوي او چا ته به اجازه ورنه کړی چې بې کيفيته کار وکړي.

نوموړی وايي، چې په خوښت ښار کې د ټولو ترسره کېدونکو کارونو د څارنې په موخه يې يو ګډ پلاوی ټاکلی دی.