کابل (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩١): توکيو کنفرانس ته د تياريو په موخه د افغان دولت او د اويا نورو هېوادونو او بنسټونو د استازو ترمنځ دويمه مشورتي ناسته وشوه.
د ماليې وزارت د پاليسۍ رييس محمدامين حبيبي پرواک خبرى اژانس ته وويل، په دې ناسته کې، چې نن په کابل کې ترسره شوه، د ماليې، پوهنې، کرنې، کانونو او سوداګرۍ وزيرانو او د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ګډ استازي او د٧٠ نورو هېوادونو او بنسټونو استازو برخه لرله.
د هغه وينا، په ناسته کې د ماليې وزير ډاکتر عمر زاخېلوال وويل، چې افغانستان به د توکيو کنفرانس ته د ٢٢ پروګرامونو له لارې د بېلابېلو پروژو داسې طرحه وړاندې کړي، چې د پلې کولو لپاره يې يواځې په ٢٠١٥ زېږديز کال کې پنځه ميليارده امريکايي ډالرو ته اړتيا ده.
د افغانستان په اړه د توکيو نړيوال کنفرانس په جولاى مياشت کې جوړېږي او موخه يې تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مرستې دي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې طرحه کې د شاملو ٢٢ پروګرامونو موخه د افغانستان دوام لرونکې اقتصادي وده، د کورنيو عايداتي سرچينو پياوړې کول او د کاري فرصتونو برابرول دي.
د ماليي وزارت د پالسۍ رييس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وزارت له ٢٠١٤ کال وروسته د نړيوالې ټولنې د مرستو د جلب په موخه د توکيو د کنفرانس لپاره طرحه بشپړه کړې ده.
هغه وايي، افغان دولت په پام کې لري، چې د توکيو په کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې وغواړي، چې خپلې مرستې د افغان دولت له لارې وکړي.
د ده په وينا، د نړيوال بانک څېړنو ښودلې، په تېرو لسو کلونو کې چې کومې پيسې د افغان دولت له لارې لګول شوې، اغېز يې تر هغو درې برابره ډېر دى، چې د بهرنيو له خوا لګول شوې دي.
حبيبي زياتوي: ((په نننۍ ناسته کې د جاپان استازي د توکيو د کنفرانس لپاره د افغان دولت ياده طرحه وستايله او ويې ويل، هيله من دى، چې دغه طرحه به د نړيوالې ټولنې له خوا ومنل شي.))
هغه زياته کړه، چې د افغان دولت او يادو هېوادونو او بنسټونو ترمنځ به دغه ناستې تر هغه دوام وکړي، چې د افغان دولت غوښتنې او د نړيوالې ټولنې ژمنې هوکړې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، تېره مياشت په شيکاګو کې د ناټو په سرمشريزه کې وپتېيل شوه، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به نړيواله ټولنه د افغانستان له امنيتي سکټور سره اړينې مرستې وکړي.
افغان حکومت ويلي، چې د امنيتي سکټور په برخه کې له ٢٠١٤ وروسته هر کال څلور اعشاريه يو ميليارد امريکايي ډالرو ته اړتيا لري.
حکومت زياته کړې، له دغو پيسو ٥٠٠ ميليونه ډالره به په ٢٠١٥ کال کې د هېواد له کورنيو عوايدو ورکړل شي او دغه کچه کال پر کال لوړېږي، د کورنيو عوايدو زياتېدو ته په پام سره به په دې برخه کې نړيوالې مرستې کمېږي.
له يادو پيسو څخه دوه اعشاريه درې ميليارده ډالره د امريکا متحده ايالتونو او يوه اندازه يې ځينو نورو هېوادونو تر اوسه ژمنه کړې او ويل کېږي، چې پاتې نورې مرستې به هم نور هېوادونه اعلان کړي.
ا










