منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان اوچين ترمنځ دګازو دليږدپه برخه کې تړون لاسليک شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۵ کتنې

کابل(پژواک٢٦غبرګولى٩١) : دافغانستان له خاورې ترکمنستان څخه تاجکستان او چين ته د ګاز نل ليکي د جوړونې د همکاريو سند دچين او افغانستان ترمنځ لاس ليک شو.

په کابل کې نن دغه سند د کانونو وزير وحيدالله شهراني او د چين هيواد د پطروليم کمپنې د عمومي رئيس ژان ژيمينګ تر منځ لاس ليک شو .

شهراني ددغه سند تر لاسليک وروسته  وويل ، چې دغه سند د ګاز او نفت په برخه کې د افغانستان اود  چين د پطروليم د ملي کمپنې ترمنځ اړيکي ټينګوي .

هغه زياته کړه ،چې ياد سند د افغانستان د ګاز او نفت د قانون په اساس جوړشوى دى ، چې د هيواد ملي ګټې پکې په پام کې نيول شويدي .

شهراني زياته کړه : ((ډير ژر به د دغې ګاز نل ليکي مطالعات پيل شي او د نورو پرمختګونو پرمهال به تاسو په جريان کې کړو.))

دغه راز د چين  پطروليم کمپنې عمومي رئيس ژان ژيمينګ وويل : ((زه ډير خوشاله يم ، چې نن دغه سند لاس ليک شو ، افغانستان او چين اوږدې تاريخي اړيکي لري .))

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې د ياد شوي سند مسوده د غبرګولي ٢٢مه د وزيرانو شورا لخوا تاييد شوى او د کانونو وزير ته يي د ياد شوي سند د لاس ليک واک ورکړى و .

ا