منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

اته وسلوال مخالفين ووژل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۱ کتنې

 فراه – کندوز(پژواک ٢٧غبرګولى  ٩١): د فراه او کندوز  ولايتونو سيمه ييز چارواکي ديوه قوماندان په ګډون ،د اتو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکوي، خو طالبان د درې پوليسو د وژلو ادعا کوي.

 د فراه والي وياند نقيب الله فراهي پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې پرون مازيګر د  خاک سفيد ولسوالۍ په ننګ اباد سيمه کې  دوسلوالو طالبانو، ملي پوليسو او ملي اردو ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله، پنځه وسلوال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه،چې په دې جګړه کې د طالبانو يو سراچه موټر هم وسوځېد ، خو خلکو او دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

 په لوېديځه حوزه کې، د پوليسو د مطبوعاتي دفتر مسوول عبدالرووف وايي،چې په وژل شويو کسانو کې محمد اسمعيل شيبانى ،د  فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د شيبان کلي اوسېدونکى  هم شامل دى.

 نوموړي زياته کړه،چې په دې نښته کې افغان ځواکونه د ايساف ملاتړ هم له ځانه سره  درلود.

د خاک سفيد ولسوال عبدالخالق نورزي وويل ،چې پوليس د فراه له مرکز څخه د خاک سفيد پر لور روان و،چې د ننګ اباد په سيمه کې د طالبانو تر بريد لاندې راغلل.

 نورزي  زياته کړه،چې له مرګ ژوبلې اوښتو وروسته طالبان وتښتېدل، خو لا هم په  شاوخوا سيمو کې مېشت دي.

نوموړي په ډاګه کړه،چې دولتي ځواکونه هوډ لري،څو په بېړه دهغوى پرضد چاڼيز عمليات په لاره واچوي.

طالبانو تر دې دمه، څه  نه دي ويلي.

 په يوه بله پېښه کې د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې درې وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ،سيد سرور حسينى پژواک ته وويل،دا درې تنه د پوليسو د تېرماښام ، عملياتو په ترڅ کې ووژل شول.

هغه زياته کړه پوليسو غوښتل ،څو دطالبانو يوه ډله، چې د سړک پرغاړه يې ماين خښاوه ،ونيسي،خو هغوى مقاومت وکړ ،چې نښته رامنځ ته شوه او په ترڅ کې يې دوه نور طالبان ټپيان شول.

 حسيني زياته کړه،چې په دې پېښه کې، پوليسو او ولسي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي،چې هغوى د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په عابدي او لغماني سيمو کې د پوليسو بريد په شا تمبولى ،چې په ترڅ کې يې درې پوليس وژلي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي په دې جګړه کې ،د دوه طالبانو وژل منلي دي.

 همداراز د طالبانو وياند ادعا کړې، چې د خان اباد ولسوالۍ په اقتاش سيمه کې يې  د سيدو په نوم د  سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان د سړک غاړې  ماين په چاودنه کې وژلى  او ساتونکى يې ټپي شوى دى،خو امنيتي چارواکي د نوموړي دا ادعا ردوي.