کندهار ښار (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): تر هغه وروسته، چې د کندهار په ميرويس روغتون کې ځاى پر ځاى شوى ماين کشف او شنډ کړاى شو، د سره صليب نړيوالې کمېټې دغه روغتون ته د خپلو کارکوونکو ورتګ ځنډولى دى.
درې ورځې وړاندې نامعلومو کسانو له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل د ميرويس روغتون د موټرو په تمځاى کې درولى و، چې د امنيتي موظفينو له خوا کشف او شنډ کړاى شو.
که څه هم امنيتي چارواکو په دې پېښه کې هر ډول ځاني زيان رد کړى و، خو نيوزيلنډي رسنيو خبر ورکړى و، چې په دغه روغتون کې د سره صليب د نړيوالې ادارې اړوند دوه نيوزيلنډي کارکوونکي له يادې پېښې څخه تر خبرېدو وروسته د تېښتې پر مهال غورځېدلي او برسېرن ټپيان شوي دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت لپاره د نړيوال سره صليب استازي دانيل کاوولي په دې اړه د کندهار له والي سره وکتل.
هغه زياته کړه، چې په دې ليدنه کې د يادې موضوع ترڅنګ د هغوى د بشري مرستو پر دوام هم خبرې وشوې.
په کندهار کې د نړيوال سره صليب استازي دانيل کاوولي د ميرويس روغتون د موټرو په تمځاى کې د ماين اېښودو پېښه د اندېښنې وړ وګڼله.
هغه زياته کړه: ((په همدې بنسټ د جنيوا دفتر پرېکړه کړې، چې د محدود وخت لپاره يې دې کارکوونکي ميرويس روغتون ته نه ځي.))
سور صليب په کندهار کې له ميرويس حوزوي روغتون سره مالي مرستې کوي او شاوخوا ٢٠ ښځينه او نارينه کارکوونکي يې په روغتيايي او بشري برخو کې په کار بوخت دي.
کاوولي وويل، تر هغه چې د کارکوونکو د برخليک په اړه يې پرېکړه کېږي، په بشري برخو کې به د هغوى مرستې دوام ولري.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د سره صليب د استازي د څرګندونو په ځواب کې وويل، ولايتي اداره ژمنه ده، چې د نړيوالو اصولو په رڼا کې د ټولو کورنيو او بهرنيو ادارو د استازو او کارکوونکو د سر او مال ساتنه وکړي.
هغه په کندهار کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې بشري او روغتيايي هڅې وستايلې او د يوې بې پرې ادارې په توګه يې له هغوى څخه حمايت په ډاګه کړ.
ده وويل: ((په ميرويس روغتون کې د موټرسايکل بم کشف د وسلوالو مخالفينو د کمزورۍ او ضعف نقطه ده او په هېڅ ډول بايد له دې سره صليب د هدف ګرځولو مفهوم وانه خيستل شي؛ ځکه دغه ارګان مستقل او بې پرې دى.))
نوموړي، په کندهار کې د دې ادارې مرستې اغېزمنې او مهمې وبللې او د دې ادارې له جينوا څانګې يې وغوښتل، چې په لنډ وخت کې يو ځل بيا خپل مامورين ميرويس روغتون ته ور ولېږي.
د کندهار ولايت چارواکي وايي، د سره صليب نړيوالې کمېټې سيمه ييزې ادارې ته له خبر ورکولو پرته تر هغه وروسته ميرويس روغتون ته د خپلو کارکوونکو ورتګ وځنډاوه، چې دغلته يو ماين کشف او شنډ کړاى شو.
د يادونې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې وسلوالو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د سره صليب موسسې کارونه ستايلي وو او خپل ملاتړ يې ترې اعلان کړى و.