منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

سږ کال په ننګرهار کې ٦١ پروژې ترسره کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

جلال اباد (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): د ننګرهار د اقتصاد رييس وايي، چې د روان لمريز کال لپاره به په ننګرهار کې د پراختيايي بوديجې له مخې ٦١ پروژې ترسره شي چې لسګونه زره خلک به ترې ګټه پورته کړي.

د ننګرهار د اقتصاد رييس سيد قياس سعيدي نن (د چنګاښ ٤ مه) پژواک اژانس ته وويل، چې د ترسره کېدونکو پروژو ټول لګښت به ٤٨ مليونه ډالره وي، چې په لسګونو زره خلک به يې له ګټو برخمن شي.

د هغه په وينا، په دغو پروژو کې به د حج او اوقافو، کورنيو چارو، پوهنې، عامې روغتيا او د لوړو زده کړو وزارتونه ٢٧ رغنيزي پروژې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د کرنې وزارت به سږ کال په ننګرهار کې ٢٠، د کليو او پراختيا وزارت څلور، ماليې وزارت دوه او د اوبو او انرژۍ وزارت هم دوه پروژې پيل کړي.

سيد قياس سعيدي وويل: ((د اطلاعاتو او کولتور او عدليې وزارت، د سيمه ييزو ارګانونو اداره، د ټاکنو کمېسيون، بدني روزنې رياست او بشري حقونو اداره به هم يوه يوه پروژه ولري.))

د ده په خبره، د دغو ټولو پروژو لګښت به د افغان دولت له لوري د ننګرهار ولايت ته د ١٣٩١ لمريز کال له انتقالي پراختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمدحسين ساپي هم پژواک اژانس ته وويل، چې سږ کال به يې وزارت په ننګرهار کې يو شمېر د کرنې د پراختيا مرکزونه جوړ کړي، کيمياوي سرې او تخمونه به ووېشي، د نباتي او حيواني ناروغيو پر ضد به هم مبارزه وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې په پروژو کې يې د زعفرانو د کر دودول، د ځنګلونو ساتنه، اوبه خور، بڼوالي، د کنټرول او کيفيت لابراتوارونه، کوچني پورونه، کرنيز مارکېټونه، د اوبو تنظيم او شنې ساحې زياتول شامل دي.

د ننګرهار يو قومي مشر ملک عثمان پژواک اژانس ته وويل، چې د سپين غر په لمن کې د پرتو اتو ولسواليو ولسونه له دولت  څخه نا خوښي دي.

ملک عثمان وويل، له تېر يوه کال راهيسې د شينوارو او خوګياڼو په ولسواليو کې رغنيزې پروژې په ټپه ولاړې دي؛ ځکه يې د ولس او دولت ترمنځ فاصله پيدا کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار د حقونو ترلاسه کولو په موخه د ولايتي ادارې ملاتړ کوي، خو سږنۍ پروژې چې په دغه ولايت کې پلې کېږي، د نورو کلونو د رغنيزو پروژو يوه سلنه هم نه پوره کوي.

د يادونې ده، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې څو ځلې د ننګرهار قومي مشرانو او ځوانانو د غونډو او لاريونونو په ترڅ کې په مرکزي دولت نيوکه کړې، چې د بيارغونې په برخه کې يې دغه ولايت ته شا اړولې او پام ورته نه کوي.