کندهار ( پژواک ٥ چنګاښ ٩١ ) : د کندهار د ګمرک رياست لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د کندهار د والي له خوا کېښودل شوه، چې په يوه کال کې به ورغول شي.
په دغو مراسمو کې د کندهار د ګمرک رئيس، ملي سوداګرو او يو شمېر دولتي مامورينو ګډون کړى و.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د ګمرک لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ اېښودلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ودانۍ د نړيوال بانک له خوا د ٥٦٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړېږي.
هغه زياته کړه، نوې ودانۍ به په دوه پوړه کې ٢١ کاري خونې ولري او د يوه کال په اوږدو کې به د يوه افغان ساختماني شرکت له لورې ورغول شي.
د نوموړې په وينا، د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د ګمرک اداري کارونه ګړندي شي، چې په پايله کې به يې د سوداګرو ستونزې حل او د عوايدو کچه به پورته لاړه شي.
ويسا وويل چې کندهار له پاکستان هېواد سره ګډه پوله لري او ډېر سوداګريز مالونه له دغې لارې افغانستان ته داخلېږي.
د کندهار د ګمرک رئيس حاجي عزيزالله جلالزي پژواک ته وويل، چې مخکې يې د ځاى د تنګوالي له امله د اداري کارونو په برخه کې ستونزې لرلې.
هغه زياته کړه، په نوې ودانۍ کې ټولې اړتياوې په پام کې نيول شوي او پر کارونو به يې مثبت اغېز وکړي.
نوموړي له نړيوال بانک څخه مننه وکړه، چې د دغه ولايت د ګمرک د پياوړتيا لپاره يې هلې ځلې کړې او د هغوى غوښتنو ته يې مثبت ځواب ويلى دى.
په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم د کاناډا هېواد د ٢٥ ميليونه ډالرو په لګښت د ګمرک پرمختللې ودانۍ جوړېږي، چې دغه ډول ودانۍ له دې مخکې په شېر خان بندر، تورخم او اسلام کلا کې هم جوړې شوې دي.
کندهار له کوټې سره پر ګډه پوله پروت ولايت دى، چې د خپل موقيعت له مخې له ډېر پخوا څخه د صادراتو او وارداتو په برخه کې سوداګريز ارزښت لري.