منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ميدان ښار کې يو پارک او د اوبو يوه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل ( پژواک ١٠ چنګاښ ٩١ ) : د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدانښار کې د يوه پارک د جوړېدو چارې پيل او په دې ښار کې د اوبو يوه پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د دې ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد د چنګاښ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ديادو پروژو د پرانېستو په مراسمو کې والي محمد حليم فدايي، ځايي چارواکيو، د ولايتي شورا غړيو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د ميدانښار ښاروال انجنير محمود وويل ، چې دغه تفريحي پارک د نورو اړينو  اسانتياوو ترڅنګ د ٦٧٥ مترو په اوږدوالي او درې مترو په لوړ والي سره د احاطې دېوال  او کټارې هم لري .

هغه زياته کړه ، چې پر دې پروژې درې ميليونه او څه دپاسه اته سوه زره افغانۍ لګښت راځي، چې د ښاروالۍ له بوديجې څخه ورکول کېږي .

نوموړي وويل، چې ددې پروژې چارې  به په راتلونکو څلورو مېاشتو کې بشپړې شي.

ښاروال زياته کړه ، چې په دې پروژه کې  به هره ورځ پنځوسو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي .

د يوه بل خبر له مخې، نن په ميدان ښار کې د اوبو ديوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د والي وياند وايي، چې له دې مخکې په ميدان ښار کې د څښلو د پاکو اوبو دنشتوالي له امله کورنۍ او دولتي ادارې  له ډيرو ستونزو سره مخ وې.

هغه زياته کړه ، چې ولايتي ادارې وکولى شواى، چې په درېيو مياشتو کې  د اوبو هغو څاګانو او زېرمو ته ، چې د ميدانښار  دګوټکۍ  کلي کې  کيندل شوې وې ، د  برېښنا لينونه وغځوي او ددغې پروژې له اساسي بيارغونې وروسته  ټولو دولتي ادارو،هټيو  او نږدې(۸۰۰) کورنيو ته اوبه ورکړل شي .

شاهدوويل ، چې پر دې پروژې ٢٠ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى ، چې له انکشافي بوديجې ورکړل شوى دى.

د صبور په نامه د ميدان ښار يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې په ميدان ښار کې يوه مهمه ستونزه چې موجوده ، ده هغه د اوبو کموالى دى ، چې له دې پروژې سره به دغه ستونزه تر ډيره حده حل شي .

ده وويل چې که دغه ډول د اوبو رسولو نورې پروژې هم پيل او بشپړې شي ، نو ميدان ښار به ښه زرغونه او ښايسته شي .

دغه راز په ميدان وردګو ولايت کې دغازي کريم خان پارک د(۱۷۵۰) مترو احاطوي ديوال د جوړېدو چارې هم  پيل شوې

شاهد وايي ، چې پر دې پروژې نږدې ١٦ ميليونه افغانۍ لګښت راځي  ، چې  د ولايت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي .

هغه زياته کړې ، چې ددې پروژې چارې به په درېيو مياشتو کې بشپړې شي او هره ورځ به ١٨٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شي .

والي محمد حليم فدايي ددې پروژو دپرانېستلو پر مهال وويل ، چې ددې پروژو  په

بشپړېدو سره به د ميدانښار ښکلا څو چنده زياته شي .

هغه زياته کړه ، چې د کابل ترڅنګ ، د نږدې سيمو اوسېدونکي به وکولى شي ، چې دې ښار ته د ساعت تېرۍ په موخه راشي .

نوموړي له اړوندو مسوولينو وغوښتل ، چې د  پروژو په پلي کولو کې ګړندي ګامونه واخلي او هغه کومې پروژې ، چې ګټې اخيستنې ته سپارل کيږي ،سالمه ساتنه  ترې وکړي .