دخوست ښار(پژواک١١چنګاښ٩١): د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ لپاره نوې ودانۍ د يو اعشاريه دوه مليون امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوه .
د خوست والی عبدالجبار نعيمي پژواک ته وويل، چې یاده ودانۍ ۱۹خونې لري او لګښت يې د امريکا د کورپس يا انجينرۍ ډلې له لوري ورکول شوى دى.
نوموړي زياته کړه،چې دغه ودانۍ په نړيوال سټندرډ جوړه او په دوو کلونو کې يې کار بشپړ او په ډير عالي کيفيت سره جوړه شوې ده.
د والي په وینا ، له دې سره به دخوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د پولیسو د اوسېدو او روزنې ستونزې له منځه لاړې شی.
د نادرشاه کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد جمال پژواک اژانس ته وویل ، ډير خوښ دی ، چې د قوماندانۍ لپاره يې نوې ودانۍ جوړه شوه.
د یادونې ده، چې يو میاشت مخکې د اسمعيل خېلو او تڼيو ولسواليو د امنيه قوماندانيو لپاره هم ورته ودانۍ جوړې شوې.









