منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۲ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ترينکوټ کې د ١٦کيلومتره اوږدې ويالې د رغولو کار پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

  ترينکوټ ( پژواک ۱۷ چنګاښ ۹۱ ) : د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د درې نيم ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د ١٦ کيلومترو په اوږدوالي وياله او د سربند د رغولو چارې يې  پيل شوې.

 دغه وياله ، چې د ترينکوټ ښار له زرفشان سيند څخه سرچينه اخلي، د ترينکوټ تر سرمغاب سيمې پورې غځېدلى دى.

 د اروزګان والي امير محمد احندزاده د چنګاښ په ١٧مه، د دې پروژې د پرانېستې پرمهال  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا وياله ١٦ کيلومتره اوږودوالى لري او د درې نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت رغول کېږي.

 نوموړي زياته کړه،چې ددې پروژې مالي لګښت داوبو او انرژۍ وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي .

 ددې ولايت داوبو لګولو رييس انجنير عبدالکبير پژواک اژانس ته وويل ، چې له دې پروژې څخه ديادې سيمې ٥٧٠٠ کورنۍ ګټه پورته کوي ،چې تر بشپړېدو وروسته به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

 هغه زياته کړه ،دا پروژه ، چې پکې هره ورځ لسګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي، د يوه کال په موده کې بشپړه شي .

 انجنير کبير وايي ،چې د ويالې د رغولو ترڅنګ دسيند پر غاړه ددې ويالې سربند هم په پاخه او اساسي ډول جوړېږي .

 د سرمرغاب د کلي يوه اوسېدونکي عبدالباري پژواک اژانس ته وويل، چې ددې ويالې د ويجاړېدو له امله يې ځمکې شاړې شوې وې .

 هغه زياته کړه ، چې په تېرو څو کلونو کې دا وياله ويجاړه شوې وه او اوبه يې په سمه توګه کروندو ته نه رسېدې ، خو تر رغېدو وروسته به دخلکو دا ستونزه هواره شي.

 ديادونې ده چې لس ورځې مخکې  په ترينکوټ ښار کې د ١٥ کيلو متره په اوږود والي د ملېزو د کانال جوړېدو چارې هم پيل شوې وې، چې شاوخوا څلور سوه زره امريکايي ډالر لګښت پرې راځي.