جلال اباد (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩١): په ننګرهار کې د مصنوعي اندامونو د جوړولو مرکزونه وايي، چې هر کال ورته په ترافيکي پېښو او جګړو کې معيوب شوي شپږ سوه تنه د مصنوعي اندامونو جوړولو په موخه مراجعه کوي.
په ننګرهار کې د نړيوال سره صليب (ICRC) د مصنوعي اندامونو جوړولو د مرکز مشر محمدايوب مشعل د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى له ١٩٩٥زېږديز کال راهيسې پر فعاليت پيل کړى او تر اوسه يې ١٧زره مصنوعي اندامونه جوړ کړي دي.
نوموړي زياته کړه، يواځې هغو ناروغانو ته اندامونه جوړوي، چې د بدن يو غړى يې په جګړو او يا ترافيکي پېښه کې له لاسه ورکړى وي.
مشعل وويل، سره له دې چې د تېرو کلونو په پرتله د معيوبينو او د اندام له لاسه ورکوونکو په شمېر کې کموالى راغلى، خو بيا هم په منځنۍ کچه ورته د کال ٤٥٠ تنه ناروغان مراجعه کوي، چې څلور سوه يې د تازه پېښو قربانيان دي.
د ياد مرکز مسوول وايي، چې نړيوال سره صليب هغو معيوبينو ته مصنوعي اندامونه جوړوي، چې پښې يې نه وي او يا هم د نخاع شوکي او د مکمل فلج ستونزه ولري.
مشعل وويل، چې ناروغانو ته وړيا خدمتونه وړاندې کوي، له يوې اونۍ تر لسو ورځو پورې يې تر روزنې لاندې نيسي، ځانګړې ښځينه څانګه لري، تر دې چې معيوبينو ته د لارې کرايه او کوچنۍ قرضې هم ورکوي.
د سويډن کمېټې SCA)) د ارتوپيدي څانګې مشر قمر شګيوال پژواک اژانس ته وويل، په منځنۍ کچه هر کال هغو ١٩٠ تنو ناروغانو ته چې د بدن غړي يې معيوب شوي، د پوليو دماغي فلج او مورزادي د اندامونو کوږوالى ولري ورته مصنوعي اندامونه جوړوي.
هغه زياتوي، چې په دې وروستيو څو کلونو کې د ګوزڼ ناروغانو کچه صفر ته راټيټه شوې، چې لامل يې د دغې ناروغۍ پر ضد د پراخ واکسين مبارزه ده.
نه يواځې دا چې په دغو مرکزونو کې د کونړ، ننګرهار لغمان او نورستان ناروغانو ته مصنوعي اندامونه جوړېږي د مرکزي او شمالي ولايتونو ترڅنګ ورته د کوزې پښتونخوا ناروغان هم راځي.
١٦ کلن زاهد چې د خيبر پښتونخوا له مردان سيمې څخه راغلى پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال يې په يوه ترافيکي پېښه کې پښه غوڅه شوه، چې د پېښور په ليډي ريډينګ روغتون کې يې درملنه وشوه.
هغه زياته کړه: ((هلته داسې تکړه ډاکټران نه وو، چې مصنوعي پښه راته جوړه کړي، ځکه نو يوه اونۍ وړاندې جلال اباد ته راغلم.))
د نوموړي په وينا، داسې نه محسوسوي چې معيوب دى او يا بل هېواد ته راغلى.
د خيبر پښتونخوا د باجوړ سيمې يو شل کلن ځوان مراد، چې چپه پښه يې له لاسه ورکړې پژواک ته وويل، چې درې کاله وړاندې د پاکستاني طالبانو توغول شوى هاوان يې پر کور ولګېد.
مراد وويل: ((درې ورځې وړاندې راته نړيوال سره صليب مصنوعي پښه جوړه کړه او اوس تر روزنې لاندې يم.))
يوه بل زلمي نوشاد علي چې په يوه ولاړه اوږده چوکۍ تړل شوى و، پژواک ته وويل، چې د اچين ولسوالۍ اوسېدونکى دى، يوه مياشت وړاندې يې د ملا تېر کار پرېښود او له يوې اونۍ راهيسې دلته تر روزنې لاندې دى.
هغه زياته کړه: ((اوس مې بيا په ملا کې حرکت پيدا شوى دى.))
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ يوه افسر محمدهمايون چې د پروان ولايت اوسېدونکى دى پژواک ته وويل، په ١٣٦٧ لمريز کال کې يې په يوه چاودنه کې پښه غوڅه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د شپږم ځل لپاره ورته نړيوال سره صليب مصنوعي پښه جوړه کړې ده.
نوموړي وويل: ((کله چې مصنوعي پښه راته تړلي وي ځان معيوب نه محسوسوم او د روغو پوليسو په څېر فعاليتونه ترسره کولى شي.))
د يادونې ده، چې د نړيوال سره صليب او سويډن کمېټې د مصنوعي اندامونو جوړونې په مرکزونو کې ١٤٤نارينه او ښځينه کار کوونکي پر دندو بوخت دي چې د ايوب مشعل پر وينا، نړيوال ډيپلومونه يې ترلاسه کړي او د بهرنۍ نړۍ تر اندام جوړونکو په خپل کار کې ډېر مهارت لري.










