منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۷ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار په نويو زېږيدولو ماشومانو کې د زېړي کچه لوړه شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

جلال اباد(پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١): په ننګرهار ولايت کې روغتيايي مسوولين وايي،چې ددغه ولايت په نويو زېږېدلو ماشومانو کې د سيمې د هېوادونو په پرتله د زېړي کچه درې سلنه لوړه شوې ده.

د جلال اباد ښار د پوهنتون د روغتون سرطبيب ډاکټر ناصر کامه وال د چنګاښ په ٢٥مه پژواک ته وويل، چې هره ورځ د دغه ولايت په کچه ١٦٦ ولادتونه کېږي، چې په هرو سلو ولادتونو کې ٥ يې د زېړي په ناروغۍ اخته وي.

نوموړي په دې برخه کې د عامې روغتيا له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د زېږنتونونو د مجهزولو او تبليغاتو له لارې دې دغه کچه راټيټه کړي.

ناصر کامه وال وويل، چې په هرو سلو ولادتونو کې پنځه کوچنيان د ميندو په عملياتولو سره نړۍ ته سترګې غړوي.

د نوموړي پر وينا، د پاکستان او هندوستان په هرو سلو ولادتونو کې يوه يا دوه سلنه ماشومان په زېړي اخته کېږي، چې د ننګرهار کچه ترې لوړه ده.

ناصرکامه وال د زېړي زياتېدو لاملونه په کورونو کې د ماشومانو زېږون، د اوميندوارۍ پر مهال د ميندو له لوري د معايناتو نه ترسره کول او له ولادت وروسته په چټلو تېغونو د ماشومانو نوم پرېکول دي.

هغه زياته کړه، چې د پوهنتون په روغتون کې د ولادت دېرش بسترونه لري، چې څلور تنه ډاکټرانې او پنځه نرسانې لري.

د نوموړي په وينا، د لوړو زده کړو او روغتيا وزارتونو پر ځاى د دغه زېږنتون لګښتونه والي ګل اغا شېرزى ورکوي.

ډاکټر ناصر کامه وال وويل، چې د روغتيايي اصولو له مخې بايد هر بستر يو مجهز ډاکټر او يا نرس ولري.

بل پلو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې د يو ولايت په درې ميليوني نفوس کې د زېړي د پنځو پېښو ليدل کومه د اندېښنې وړ خبره نه ده.

شېرزاد زياته کړه، چې د عامې روغتيا په روغتون کې په هرو څلورويشتو ساعتونو کې ١٢٠ ولادتونه ترسره کېږي، چې د زېړي پېښې يې کوم جدي ګواښ نه دى.

د هغه په وينا، د زېړي د پېښو د زياتوالي لامل په کورونو کې اتيا سلنه ولادتونه او د انتاني ناروغيو پر ضد د وقايې نشتوالى دى.

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل، د يوې مياشتې کوچنۍ لور يې له لومړۍ ورځې راهيسې د زېړي ناروغي لري.

هغه زياته کړه، چې د عامې روغتيا او پوهنتون په روغتونونو کې د بسترونو نشتوالي له امله ډاکټران ناروغ زر رخصتوي چې د نوي زېږيدلي ماشوم ښه پالنه او کتنه يې نه کېږي.

د يادونې وړ چې يوه اونۍ وړاندې د عامې روغتيا د زېږنتون پر وړاندې يو شمېر خلکو شکايت درلود، چې ښځينه ډاکټرانې د ناروغانو سمه پوښتنه او درملنه نه کوي، چې پر اساس يې وړمه ورځ د عامې روغتيا وزيرې له دغه روغتونه ليدنه وکړه او د شته نيمګړتياوو د اصلاح کولو له ژمنې کولو وروسته کابل ته ستنه شوه.