منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کونړ او نورستان ترمنځ د ٧٥ کيلومتره سړک د پخولو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

اسعداباد (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩١): د ملي اردو ځواکونو او فوايد عامې وزارت د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه د نورستان تر برګمټال ولسوالۍ پورې د ٧٥ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل کړې.

د دغه سړک چارې په پړاويز ډول مخ ته وړل کېږي، چې په لومړي پړاو کې به د کونړ د ناړۍ او د نورستان تر کامدېش ولسوالۍ پورې لس کيلومتره جوړيږي.

د دغه سړک د جوړېدو چارې نن (د چنګاښ ٢٦مه) په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د قوماندان محمدزمان وزيري، د دويمې لوا قوماندان حيات الله اقتاش، د ناړۍ د ولسوال ګل زمان او ګڼ شمېر قومي مشرانو له خوا د پټۍ په پرېکولو سره پرانېستل شوې.

د مراسمو پر مهال قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري وويل، چې دغه سړک د فوايد عامې وزارت په مالي مرسته او د ملي پوځ په تخنيکي همکارۍ د ناړۍ ولسوالۍ له بريکوټ څخه تر ګوردېش پورې يې لومړى پړاو پيل شو.

د هغه په وينا، په لومړي پړاو کې ١٠ کيلومتره پخېږي او وروسته به د همدې په دوام دغه سړک له ګوردېش څخه ترکامدېش پورې جوړ شي، چې بيا وروسته  له کامدېش څخه تر برګمټال ولسوالۍ پورې به د ٧٥ کيلومتره په اوږدوالي وغځول شي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې سره به د سيمې د خلکو ګڼ شمېر ستونزې هوارې شي او ملي اردو د دغه سړک د بشپړ امنيت نيولو لپاره چمتوالى نيولى او چا ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې د جوړېدو چارې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

د ناړۍ ولسوال ګل زمان د دغې ولسوالۍ ښې امنيتي وضعې ته په اشارې سره وويل، چې د ناړۍ خلک به د دغه سړک د جوړېدو په برخه کې پوره همکاري کوي.

د ده په خبره، دى به په خپله هم هڅه وکړي، چې خلک د سړک ساتلو او پاللو ته وهڅوي او د هر ډول ستونزې مخنيوى وکړي.

د کامدېش ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مرستيال نورمحمد خان د ياد سړک په جوړېدو د خوښۍ په څرګندولو وويل، چې د سړک د نشتوالي له امله د کامدېش ولسوالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د هغه په وينا، په دې سره به يې ټولې ستونزې هوارې شي او ډاډ يې ورکړ، چې د دغه سړک د جوړېدو په برخه کې به له خپلو امنيتي ځواکونو سره يو ځاى د کامدېش، ګوردېش او ناړۍ ولسواليو خلک پوره همکاري کوي.

د يادونې ده، چې د مراسمو پر مهال د خبريالانو له بيا بيا پوښتنو سره سره د دغه سړک د لګښت د اندازې او ډونر په اړه هېڅ ونه ويل شول.