منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ننګرهار کې ٤١٥ بابه کليوالي ښوونځي پرانيستل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

جلا ل اباد (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وايي، چې يو شمېر مرستندويه موسسو ورسره د څلور سوه پنځلس بابه کليوالي ښوونځيو د پرانيستلو ژمنې کړې دي.

د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماشومانو نړيوال صندوق (يونيسف) ورسره د پنځه ويشتو (Safe the children) موسسې او د سويډن کمېټې ورسره د اويا بابه کليوالي ښوونځيو د پرانيستلو تړونونه لاسليک کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د يونسيف ٢٥ بابه کليوالي ښوونځي به د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو کې هغو زده کوونکو ته پرانيزي چې له خپلو کورنيو سره د خښتو په بټيو کې درانه کارونه کوي.

شينواري وويل، چې د سويډن کمېټې له اويا بابه ښوونځيو څخه به لس بابه د کوچيانو لپاره ګرځنده ښوونځي پرانيزي او پاتې نور به د ننګرهار په ٢٢ ولسواليو کې د اړتيا له مخې تاسيس کړي.

د پوهنې رياست وياند وويل، په دغو ښوونځيو کې به شل زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت شي چې هر ښوونکي ته به د يادو موسسو له لوري ٥ زره افغانۍ مياشتنى معاش ورکول کېږي.

اصف شينواري وويل، د دغو ښوونځيو د جوړولو پروژه درې کلنه ده چې د اړتيا له مخې به په ځينو سيمو کې تر اووم ټولګي پورې هم وغځېږي.

د نوموړي په وينا، دغه ښوونځي به د وږي په مياشت کې په فعاليت پيل وکړي.

شينواري زياته کړه: ((زموږ ډېر ټينګار په دې دى چې هغو سيمو ته د لومړيتوب حق ورکړو، چې نجونې يې له زده کړو پاتې او يا د ستونزو له امله نه شي کولى ښوونځيو ته ولاړې شي.))

د پوهنې د چارو يوه کارپوه حاجي غلام اسحاق خدمت پژواک اژانس ته وويل، په داسې حال کې چې امنيتي وضعه ورځ تر بلې خرابيږي د کليوالي ښوونځيو جوړول يو اغېزمن پروګرام دى.

نوموړي زياته کړه، چې د پوهنې د اصولو له مخې، د رسمي ښوونځيو په لومړي ټولګي کې له اووه کلنۍ پورته ماشوم نه نيول کېږي، په داسې حال کې چې کليوالي ښوونځي دغه قيودات نه لري.

خدمت وويل: ((دغه کليوالي ښوونځي بايد په لرې پرتو سيمو کې د هغو خلکو د نجونو لپاره جوړ شي، چې بنسټ پالي او يا سخت قومي دودونه ولري.))

د هغه په وينا، کليوالي ښوونځي چې رخصتي نه لري کولى شي په يوه کال کې دوه درسي ټولګي خلاص کړي.

د يادونې ده چې د ننګرهار په مرکز او دوه ويشت ولسواليو کې اوه سوه زره ماشومان په اته سوه پنځه ويشت بابه ښوونځيو کې زد کړې کوي، چې له نيمايي زيات يې ودانۍ نه لري.