ترینکوټ (پژواک، ٣١ چنګاښ ۹۱): د اروزګان ولایت د ترينکوټ ښار په مرکزي روغتون کې د ډاکټرانو لپاره لیلیه نن ګټې اخیستنی ته وسپارل شوه.
د اروزګان والي امیرمحمد اخندزاده د یادې لیليې د پرانيستلو پرمهال رسنیو ته وویل، خوښ دی چې د ترینکوټ په مرکزي روغتون کی د هغو ډاکټرانو لپاره چی د خدمت په موخه له نورو ولايتونو څخه اروزګان ته راځي، لیلیه پرانېزي.
والي زياته کړه، د لیليې مالي لګښت چی د استرالیا هېواد له لوري ورکول شوی، ١٨٠زره امریکایي ډالر دی، چی د شپږو میاشتو په موده کې یې د بیارغونې چارې پای ته رسېدلې دي.
د ده په وینا، یاده لیلیه د اوسېدو اته خونې، تشنابونه او د ډوډۍ خوړلو ځای لري.
همدارنګه د مرکزي روغتون امر ډاکټر محمد نادر رحماني پژواک ته وویل، چې د یادې لیليې په جوړونی سره به د دې روغتون ډېری ستونزې هوارې شي.
نوموړي زياته کړه چې وړاندې تردې دوی په مرکزي روغتون کې د ډاکټرانو لپاره ځانګړى د استوګنې ځای نه درلود او په یوه کرایي کور کې اوسېدل.
د ده په وينا، کله کله به د بېړنيو پېښو پرمهال دوی نه شو کولای چې روغتون ته پر وخت ورسېږي، ځکه دوی به له روغتون څخه لیرې په یوه کرایه کور کې اوسېدل، چې د دې لیلیې تر جوړېدو وروسته به دا ستونزې هوارې شي.
باید وویل شي چی د ترینکوټ په مرکزي روغتون کی دې روغتون ته د راتلونکو ناروغان پایوازان شکایت کوي او وایي، چی په یاد روغتون کې د دوی لپاره انتظارخونه نشته؛ په داسې حال کی چې د دې روغتون مخې ته په سپېرو خاورو کی په شپو شپو تم وي.









