منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په کندهار ښار کې د برېښنايي ترافيکي نښو لګول پيل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

کندهار ښار (پژواک، ٨ زمرى ٩١): د کندهار د ترافيکو مديريت مسوولين وايي، چې له ښاروالۍ سره د يوه ګډ پلان له مخې يې په کندهار کې د برېښنايي ترافيکي نښو د لګولو لړۍ پيل کړې ده.

د کندهار ولايت د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان د زمري په ٨مه، د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې خبري غونډې ته په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د ترافيکي نښو د لګولو، عوايدو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

سمونوال محمدالله خان وويل، چې د برېښنايي نښو لګول يې د کندهار ښار له مرکزي برخې عيدګاه دروازې پيل کړي او تر ټولو څلورلارو به وغځول شي.

هغه زياته کړه، د کندهار ښار ترڅنګ به د سپين بولدک ولسوالۍ په دوو سيمو کې هم دغه برېښنايي ترافيکي نښې ولګول شي، چېرې چې د موټرو زياته ګڼه ګوڼه ده.

د نوموړي په وينا، د نويو لګول شويو ترافيکي نښو په وسيله به وکړاى شي ترافيکي نظم راولي او د ترافيکي پېښو ګراف را ټيټ کړي.

محمدالله خان، دغه راز د ترافيکي پېښو د کمښت او په دې برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې د روان ١٣٩١ کال په څلورو مياشتو کې يې ګڼ روزنيز پروګرامونه جوړ کړي او له همدې لارې يې ١٠٥١ د موټرچلونې لايسنسونه وېشل شوي دي.

هغه زياته کړه، د تېر کال د لومړيو څلورو مياشتو په پرتله د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د کندهار ولايت په کچه په ترافيکي پېښو کې کموالى راغلى دى، چې لامل  يې د هغوى له خوا د عامه پوهاوي پروګرامونه دي.

نوموړي په کندهار کې د لومړي ځل لپاره ښځينه چلوونکو ته هم د لايسنس ورکولو لړۍ پيل کړې او تر دې دمه يې اووه تنو مېرمنو ته تر ټاکلې ازموينې وروسته د موټر چلونې لايسنسونه ورکړي دي.

دى وايي، که په کندهار کې د ښځينه موټرچلوونکو شمېر زيات شي، نو هغوى چمتو دي، چې له پوهنې رياست سره په ګډه په يوه ښځينه لېسه کې د موټر چلولو د زده کړې کورسونه جوړ او ښځينه موټر چلوونکې وروزي.

د ترافيکو مدير په کندهار ښار کې د تګ راتګ د اسانتياوو د ډېرولو په موخه د ١٢١ ټکسي لاينونو د ډېروالي خبر هم ورکړ او زياته يې کړه، چې په دې وروستيو کې يې د کندهار ښار په ځينو برخو کې ٥٠ کاسټر او ٢٠ ټکسي موټرونه فعال کړي دي.

د ده په وينا، د يادو شويو فعاليتونو د ډېرېدو له مخې يې د همدې کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د عوايدو کچه لوړه شوې او څه باندې ١٢٣ ميليونه افغانۍ عوايد يې غونډ کړي دي.

د ترافيکو مدير ډاډ ورکړ، چې په کندهار ولايت کې به د ترافيکي نظم په موخه نور ګامونه هم واخلي.