جلال اباد ( پژواک، ١٦ زمرى ٩١) د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ قومي او پرمختيايي شوراګانې وايي،چې د جاپان هېواد په مرسته جوړ شوى د ميران سيمې بې کيفيته سړک به تسليم نه کړي.
د بهسودو د پرمختيايي شورا يو تن غړي ملک ولايت خان د زمري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې څلور مياشتې مخکې له بلند غر بازار څخه تر ميرانو پورې د څه باندې دوه کيلو متره سړک د پخېدو چارې د جاپان د جايکاه موسسې له لوري پيل شوې، چې د څلورو مياشتو په تېرېدولو سره ددغه سړک اسفالت شوې برخه ويجاړه او له منځه تللې ده.
نوموړي زياته کړه، چې سړک دومره بې کيفيته جوړ شوى، چې د لاس له ګوتو سره يې پخه شوې برخه د خټې په څېر را غونډيږي.
دغه قومي مشر وويل، نه يواځې دا ، چې سړک بې کيفيته دى دواړو غاړو ته پلې لارې، د باراني اوبو کانالونه او د سړک په اوږدو کې پلچکونه هم نه لري.
هغه وايي : ((خپله وينه پرې تويوم خو د چاپانۍ موسسې دغه له غلا ډکه پروژه به تر هغه د شورا په مشرۍ تسليم نه کړم ،چې له سره نه وي جوړه شوې.))
د يادې ولسوالۍ يوبل قومي مشر حاجي موسم پژواک ته وويل، چې جايکا موسسې د سړک پخونې پرمهال اساسي کار پريښى او يواځې په هواره ځمکه يې قير اچولى دى.
نوموړي ګواښ وکړ، چې د بهسودو ولسوالۍ د قومي پرېکړې له مخې به که سړک له سره جوړ نه شي د جلال اباد -کونړ لويه لاره وتړي او لاريونونه به پيل کړي.
د هغه په وينا، د جايکا موسسې ته يې هم شکايت کړى او هغې موسسې ورته د پروژې جوړونکى شرکت راغوښتى و.
دده په وينا، ټيکدار جايکا موسسې ته ژمنه ورکړې وه، چې داسې سړک به له سره جوړوي، چې لس کاله به نه خرابيږي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل،چې د بلند غر او ميرانو ترمنځ غځېدلى سړک په ٢٩٠ زره امريکايي ډالره جاپانۍ مرسته جوړ شوى، چې کيفيت يې ډير ټيټ دى.
هغه زياته کړه ،چې د دغه سړک څلوېښت سلنه بوديجه د موسسې او ساختماني شرکت ترمنځ په ګډه غلا شوې ده.
ذبيح الله زمري ډاډ ورکړ، چې د خپلو موکلينو غږ به تر اړوندو وزارتونو ورسوي.
د ننګرهار والي وياند احمد ضيا عبدالزي پژواک ته وويل،چې د سړک د څارنې پرمهال د ساختماني شرکت لس سلنه پيسې پرموسسې پاتې دي، چې لا نه دي ورکړل شوي.
عبدالزي وويل، تر هغه چې د سړک نيمګړتياوې نه وي لرې شوي اجازه به ورنه کړي، چې ولايتي ادارې او ولسوالۍ د سړک رسمي پرانېسته وکړي.
د هغه په وينا، د ولايت سلاکار او کليو پراختيا رياست په ګډه دغه ستونزه مکتوبي راپورته کړې او بيا يې د ولايت له لارې د جاپان هيواد جايکاه موسسې ته استولې ده.
عبدالزي وويل، چې د سړک پخونې چارې (خاور) ساختماني شرکت ترسره کړي، چې تر جدي تعقيب لاندې دى او د اقتصاد رياست به يې اړ کړي، چې د سړک نيمګړتياوې له منځه يوسي.
د يادونې ده ، چې تېر کال د ولسي جرګې يوه لوړ پوړي پلاوي په دغه ولايت کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت له لوري ترسره کړې پروژې هم نيمګړې بللې وې.









