کابل (پژواک ١٨ زمرى ٩١): امريکا له ګوانتانامو څخه د پنځو طالب بنديانو خوشي کولو ته چمتو شوې ده.
بريتانوي اژانس رويټرز د زمري په ١٨مه د امريکايي چارواکو له خولې خبر ورکړى، چې دوى دغه کار له وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو د بيا پيل او د خپل بندي سرتېري د خوشي کولو په موخه ترسره کوي.
سرچينې زياته کړې، چې د دغه نوي وړانديز له مخې به، امريکا له ګوانتانامو خوشي کېدونکي پنځه طالب بنديان وروسته قطر ته استوي او په بدل کې به يې طالبان د بوي برغال (Bowe Bergdahl) په نوم بندي امريکايي سرتېرى خوشى کوي.
ياد سرتېرى په ٢٠٠٩ زېږديز کې د وسلوالو طالبانو له خوا په پکتيکا ولايت کې نيول شوى و او تر اوسه ورسره بندي دى.
د يادونې ده، چې د روان زېږديز کال په پيل کې وروسته له هغه چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستل شو، له ګوانتانامو د يو شمېر بنديانو د خوشي کولو پر سر خبرې شوې وې، خو وروسته دغه کار وځنډېد.
د بنديانو د نه خوشي کولو له امله د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې وځنډېدې او له هغه وروسته بيا نه دې پيل شوې.
رويټرز د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي، چې د دواړو خواوو د بنديانو له خوشي کولو وروسته به يې ترمنځ د خبرو اترو لړۍ بيا پيل شي.
که څه هم د رويټرز په راپور کې د خوشي کېدونکو طالب بنديانو د نومونو يادونه نه ده شوې، خو ويل کېږي، چې دا مهم پخواني طالب چارواکي دي.
تېره مياشت امريکايي خبري اژانس اې پي (اېسوشېټېډ پرېس) هم خبر خپور کړى و، چې امريکا غواړي، له وسلوالو طالبانو سره د درېدلو خبرو اترو د پيلولو په موخه له ګوانتانامو يو شمېر طالب بنديان افغانستان ته ولېږدوي.
د يادونې ده د روان زېږديز کال په لومړيو کې په قطر کې د وسلوالو طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې اترې پيل شوې وې، خو د بنديانو د نه خوشې کېدو له امله په مارچ مياشت کې وسلوالو طالبانو دغه خبرې اترې ودرولې.
دغه راز وسلوالو طالبانو د خبرو اترو د درولو بل دغه دليل په ګوته کړى و، چې امريکا په دې خبرو کې ريښتينې نه ده او نه يې هم د بنديانو د خوشې کولو په اړه د دوى غوښتنې منلې دي.
تېره اونۍ په جاپان کې د سولې او تفاهم په اړه يوه سيمينار ته د وسلوالو طالبانو يوه استازي او د پلان پخواني وزير قاري دين محمد هم وويل، تر هغو دوى خبرو ته نه حاضريږي، چې امريکا يې غوښتنې ونه مني.
نوموړي له دغو غوښتنو څخه يوه يې هم د بنديانو خوشي کېدل په ګوته کړل.
د يادونې ده، د تېر لمريز کال په وروستيو مياشتو کې هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې ګواکې امريکا ځيني مهم طالب چارواکي له ګوانتانامو څخه خوشي کوي، چې غواړي قطر او يا يې هم کابل ته ولېږدوي.
بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين تېر کال د مرغومي په ١٤مه د امريکايي دولتي سرچنيو په حواله خبر ورکړى، چې امريکا غواړي له ګوانتانامو څخه طالب بنديان ملا خيرالله خيرخواه، نور الله نوري او ملا فضل اخوند خوشي کړي.
ملا خيرالله خيرخواه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنيو چارو د وزير، نورالله نوري د شمال په يوه ولايت کې د والي په توګه او ملا فضل د جنګي قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.










