منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په ميدان ښار کې د درېيو ودانيو او يوه پارک د جوړېدو چارې پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

ميدان ښار (پژواک، ١٩ زمرى ٩١): د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې د پولي کلينيک، د مرکزي احصايي ولايتي دفتر، د کارکوونکو د ملي اتحاديې ولايتي دفتر او د ماشومانو لپاره  د لوبو تفريحي پارک د جوړېدو چارې پيل شوې.

د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي د دغو پروژو د بنسټ د ډبرې ايښودو پر مهال نن (د زمري ١٩ مه) د ښې حکومتوالۍ اصل ته په کتو د دولتي مامورينو او کارکوونکو لپاره د کار مناسب  چاپېريال جوړېدل، خلکو ته د ګړنديو خدمتونو لپاره مهم  وباله.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کار يې د موسساتي وړتيا په جوړېدو کې مهم دى او د جوړېدو چارې يې افغاني شرکتونو ته ورکړې دي.

نوموړي د افغاني شرکتونو له مسوولينو وغوښتل، چې د کار کيفيت ته ډېره پاملرنه وکړي او ټول کار دې په ښه ډول ترسره کړي.

فدايي وويل، چې په دغو پروژو کې د ترکيې هېواد ٢٠٠ او لس زرو ډالرو په لګښت د پولي کلينيک يوپوړيزه ودانۍ، چې اته خونې، تشنابونه، سالونونه، پخلنځي او نور اړين ملحقات لري، د شپږو مياشتو په موده کې به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.

د هغه په وينا، د مرکزي احصايي يو پوړيزه ودانۍ، چې نهه کاري خونې، تشانبونه، خوړنځى، د غونډو سالون، سيپټيک څاه لري،د مرکزي احصايې له پراختيايي بوديجې څخه د درې نيم ميليونه افغانيو په لګښت په پنځو مياشتو کې جوړېږي.

د والي په خبره، په ميدان ښار کې د روشن مخابراتي شرکت لخوا په ۹۰۰ متره مربع ځمکه کې د ماشومانو او تنګيو ځوانانو لپاره د لوبو تفريحي پارک، چې په کې به د فوټبال ميدان او د لوبو بېلابېل وسايل موجود وي، د درېيو مياشتو په جريان کې د ښار د اوسېدونکو لپاره جوړېږي.

دى وايي، چې دغه راز د کارکوونکو د ملي ادارې ولايتي دفتر هم په نيم جريب ځمکه کې د احاطې په ګډون په شپږو مياشتو کې د کارکوونکو د ملي اتحاديې د مرکزي دفتر له خوا په اساسي ډول جوړيږي.

والي وويل، چې په دغو پروژو کې به د سيمې نږدې سل ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي او هم  به د يادو ودانيو په جوړېدو سره تر ډېره د دولتي ودانيو د جوړېدو چارې بشپړې شي.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا رييس شېرشاه بازون  په دغه ولايت کې د دريېو ودانيو او د ماشومانو د تفريحي پارک جوړېدل د بيارغونې په برخه کې بې سارى ګام وباله.

نوموړي زياته کړه، چې په ميدان وردګو کې د نظام د ټينګښت، له ولسونو سره د ښه چلند، دوامدارې بيارغونې او ښې حکومتوالۍ په برخو کې ډېر کار شوى دى.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهدپژواک اژانس ته وويل ، چې د ولايت مقام ددغو پروژو په ګډون تل په دې ټينګار کوي ، چې بايد د کار کيفيت  ته ډيره پاملرنه وشي او په خپل ټاکلي وخت بشپړې شي .

د نوموړي په خبره ، چې د نورو پروژو په څېر به ددغو پروژو څارنه هم وکړي.