منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار د کرنې رياست نوې ودانۍ پرانيستل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کندهار ښار (پژواک، ٢٥ زمرى ٩١): چارواکي وايي، د کرنې رياست د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کارونه چټک شي او دغه اداره به د تېر په پرتله په منظمه توګه له کروندګرو سره د مرستې او همکارۍ وړتيا ترلاسه کړي.

 د کرنې وزارت له خوا جوړه شوې دغه ودانۍ د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کې ودانه شوې، چې د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال له خوا پر انيستل شوه.

 پتيال د ودانۍ د پرانيستنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ د کرنې وزارت د مالي بودجې په ٦،٢ ميليونه افغانۍ لګښت جوړه شوې ده.

 ودانۍ په دوه پوړه کې ودانه شوې، چې اړوند ټول ملحقات او کوټې لري.

 هغه زياته کړه، د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به تر پخوا په ډېره ښه بڼه کروندګرو او باغ لرونکو ته خدمات وړاندې شي او هغه ستونزې چې پخوا هغوى لرلې، له منځه لاړې شي.

 د نوموړي په وينا، د کرنې رياست مخکنۍ ودانۍ ډېره زړه او له کاره لوېدلې وه او اړوندو مامورنيو او کارکوونکو نه شواى کولى په معياري توګه کروندګرو او باغ لرونکو ته کار وکړي.

 پتيال د کرنې رياست د نوې ودانۍ د پرانيستنې پر مهال کروندګرو ته د ١٨ تراکتورونو د وېش لړۍ هم پيل کړه.

 هغه په دې اړه وويل: ((له ښه مرغه موږ په کندهار کې د کرنې رياست نوې ودانۍ داسې مهال پرانيزو، چې د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا د دې ولايت له کروندګرو سره د ١٨ تراکترونو مرسته شوې ده.))

 نوموړي د يادې شوې ادارې د دغه اقدام ستاينه وکړه او ويې ويل، پر دغو تراکتورونو ٤٠٠زره امريکايي ډالر لګښت راغلى او د کروندګرو لپاره ښه زېرى او لويه اسانتيا ده.

 هغه زياته کړه، دغه تراکتورونه په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ډنډ، دامان او شاوليکوټ ولسواليو کې ځاى پر ځاى کېږي، چې کروندګرو ته به تر بازار په ټيټ نرخ په کرايه ورکول کېږي او هغوى به پرې اړوندې کرنيزې چارې مخ ته وړي.

 د کندهار د کرنې سرپرست رييس نورالله د کرنې رياست د نوې ودانۍ په اړه پژواک اژانس ته وويل، دغې ادارې تر دې وړاندې د سمې ودانۍ د نه شتوالي له امله ګڼې ستونزې لرلې او نه يې شواى کولى، چې کروندګرو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

 خو هغه وايي، اوس به يې ډېره هڅه دا وي، چې کروندګرو او باغ لرونکو ته پر وخت لازم خدمات وړاندې کړي.

 کندهار د هېواد په سوېل کې مهم کرنيز ولايت دى، چې د مېوو لپاره پراخ باغونه او کرنيزې ځمکې لري، خو د ناامنيو، وچکاليو او نورو ستونزو له امله ورته سخت زيانونه اوښتي دي.

 د دغه ولايت اوسېدونکي شکايت کوي، چې د کرنې رياست له خوا ورسره هېڅ راز اړينې مرستې نه دي شوي، خو هغوى غوښتنه کوي، چې د نوې ودانۍ له جوېدو سره بايد د هغوى د ستونزو د هواري ته پاملرنه زياته شي.