جلال اباد (پژواک ٢٦ زمرى ٩١): په ننګرهار کې پر نشه يي توکو د روږدو ناروغانو د شل بستريز روغتون مشر وايي، چې په ولايت کې يې د نشه يانو شمېر مخ پر زياتېدو دى، خو د درملنې لپاره يې کافي امکانات نه لري.
په جلال اباد ښار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شل بستريز روغتون مشر ډاکټر عبدالرشيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په روغتون کې يې زرګونه نشه يان د درملنې په موخه ثبت شوي، خو د شلو بسترونو د درلودو له امله ورته په مياشتو مياشتو نوبت نه رسېږي.
نوموړي زياته کړه، سره له دې چې په سيمه کې تنباکو نه کرل کېږي او شراب نه جوړيږي بيا هم زرګونه ځوانان په بېلابېلو نشو تازه روږدي کېږي.
عبدالرشيد له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د پولې په کلکې څارنې سره کولى شي، د نشه يي توکو د لېږدونې جدي مخه ونيسي.
د هغه په وينا، د ٢٠٠٥ زېږديز کال د يوې سروې له مخې يواځې په ختيځ زون کې يو سل او پنځوس زره تنه په نشه يي توکو روږدي دي، چې اوس يې شمېر لا هم د ډېروالي په حال کې دى.
نوموړي زياته کړه، چې د يونيم سل زره ناروغانو لپاره د يوه شل بستريز روغتون خدمتونه په نشت حساب دي.
د ده په اند، د نشه يي توکو روږدى ناروغ بايد په مياشتو مياشتو په روغتون کې وساتل شي، څو د دغه بد عمل او د غلا په څېر د هغو بې لاريو وګرځي، چې د ناروغۍ پر مهال پرې اخته شوى دى.
د جلال اباد يو شمېر ښاريان هم د ښار په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په پارکونو کې د نشه يانو له شتون څخه سر ټکوي.
د ننګرهار پوهنتون يوه محصل بريالي پژواک اژانس ته وويل، چې د ازموينو په شپو کې به يې په پارکونو کې د نشه يانو د بنډار له امله مطالعه نه شوه کولى.
نوموړي زياته کړه، په پارکونو کې د نشه يانو شتون د ځوان نسل لپاره د خطر ترڅنګ په ښار کې د نا امنۍ او غلاوو په څېر ټولنيز او روغتيايي زيانونه رامنځ ته کوي.
د ننګرهار د ځوانانو د چارو امر نوراغا ځواک په دغه ولايت کې د ځوانانو بې کاري، د نا امنيو زياتېدل او اقتصادي ستونزې د نشه يانود زياتېدلو ستر لاملونه ګڼي.
ځواک وويل، دولت ونه توانېد، چې په تېرو لسو کلونو کې يې داسې پروژې پلې کړي، چې د ډېرو خلکو مصروفيتولو وړتيا ولري.
نوموړي له دولته غوښتنه وکړه، چې دولت دې ځوانانو ته د عصري ټکنالوجۍ، انټرنيټ او کمپيوټر د زده کړو ترڅنګ روزنيز کلتوري پروګرامونه جوړ کړي، څو د يو ستر عامه پوهاوي او کاري بوختيا له امله د نشه يي توکو له روږدېدو وساتل شي.
هغه زياته کړه، چې لسګونه داسې ناروغان يې ليدلي، چې د درملنې په موخه د نشه يانو د روغتون په لېست کې تر مياشتو مياشتو منتظر پاتې شوي دي.
د لغمان د قرغيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي دوا جان پژواک ته وويل، چې خپل پنځلس کلن وراره يې شپږ مياشتې وړاندې د جلال اباد د نشه يانو روغتون ته د درملنې په موخه راوستلى و، خو لا تر اوسه ورته د درملنې نوبت نه دى رسېدلى.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ناروغانو د درملنې لپاره پنځوس بستره لري، خو د پاليسۍ له مخې په جبري توګه نشه يان د درملنې لپاره نه شي راوستى.
ډاکټر بازمحمد وويل، د ملګرو ملتونو د سروې له مخې په ټول هېواد کې يو ميليون وګړي په نه شو روږدي دي، چې د ننګرهار لپاره کومه ځانګړې سروې نه ده ترسره شوې.
نوموړي زياته کړه، د نشه يانو د درملنې په موخه څلور پروژې ترلاسه لاندې لري، چې يو شل بستريز روغتون په لغمان، يو شل بستريز په کونړ، يو شل بستريز د شينوارو په غني خېلو ولسوالۍ او څلورمه هغه يې د جلال اباد ښار د بډوډو روغتون ته څېرمه د پنځوس بستريزه روغتون ډبره اېښودل دي، چې پر وينا يې د هر روغتون په انګړ کې به د روږدو لپاره يو لوبغالى او د تفريح پراخه ساحه شامله وي.
ډاکټر شېرزاد له پوليسو او ښاروالۍ وغوښتل، چې له پارکونو دې نشه يان راټول او د درملنې لپاره دې دوى ته وسپاري.
د دې ستونزې په اړه د ښاروالۍ د پلټنې مدير عبيدالله اغا پژواک ته وويل، چې په ښار کې د ناقانونه سرغړونو د مخنيوي دنده امنيتي ارګانونه پر غاړه لري.
د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول حضرت حسين مشريقوال پژواک ته وويل، چې څو څو ځلې يې د ښار له پارکونو او ولسواليو څخه لسګونه نشه يان نيولي او د درملنې په موخه يې عامې روغتيا رياست ته سپارلي، خو پر وينا يې هغوى په هماغه اوله ورځ ځکه بېرته خوشې کړي، چې د درملنې لپاره يې ځاى او امکانات نه لري.
د يادونې ده چې د نشه يانو ډېرښت په جلال اباد ښار کې د کوچنيو غلاګانو بازار ګرم کړى، کله چې نشه يان په غلا ونيول شي، خلک يې د زړه خوږۍ له مخې له سوک او څپېړې وهلو وروسته بېرته خوشې کوي.
عبدالمعيدهاشمي










