منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۶ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په خوست کې ٢٥ سلنه د ملاريا ناروغي کمه شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

خوست ښار (پژواک ٣ وږى ٩١): په خوست ولايت کې روغتيايي کارکوونکي وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د ملاريا په ناروغۍ کې ٢٥ سلنه کمښت راغلی دی.

په خوست کې د ملاريا او لشمانيا د مرکز مشر ډاکټر ګلاب جان منګل پژواک خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، چې په خوست کې سږ کال د ملاريا په ناروغۍ کې ياد کمښت د دوى د هڅو پايله ده.

هغه زياته کړه، چې په تېرو پنځو مياشتو کې په ياد شوي مرکز کې شاوخوا نهه سوه د ملاريا پېښې راجسټر شوې دي، چې په تېرکال کې په همدومره موده کې دا شمېر ١٣ سوه ته رسيده.

نوموړي وويل: ((تېرکال په اوله ربعه کې د ملاريا ۱۲۷۳ مثبتې پېښې له موږ سره راجسټر شوې وې، خو سږ کال په تېرو پنځو مياشتو کې الحمدالله دا شمېر کم شوی دی او ۹۰۰ مثبت پېښې ثبت شوې دي.))

ډاکټر ګلاب جان وايي، چې سږکال د ملاريا د کمښت يو لامل دا دی، چې تېر کال په دې ولايت کې د نړيوالې روغتيايي شبکې يا Health Net له لوري پر زيات شمېر کورنيو پشه خانې وېشل شوې دي.

هغه زياتوي، خلک اوس په دې پوهېږي، چې د پشه خانو استعمال د ملاريا ناروغۍ د مخنيوي لپاره تر ټولو غوره لار ده.

نوموړى وايي: ((تېرکال موږ په هغو ځايونو کې پشه خانې ووېشلې، چې هلته د ملاريا واقعات ډېر لېدل شوي وو.))

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر اميربادشاه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال د دغه ولايت په کليو او بانډو کې نږدې څلورسوه زره پشه خانې پر زرګونو کورنيو په وړيا ډول وېشل شوې دي.

نوموړی وايي، چې که څه هم سږ کال د نورو پشه خانو د وېش لړۍ تر اوسه نه ده پيل شوې، خو دوی په پلان کې لري، چې پر نورو زرګونو کورنيو هم د ملاريا او لشمانيا د ناروغيو د مخنيوي لپاره پشه خانې وويشي.

محمد انور د خوست له مرکز څخه په يوه لرې پرته کليوالي سيمه کې ژوند کوي، هغه وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د دوی په سيمه کې د ملاريا ډېرې کمې پېښې ليدل شوې دي، دا ځکه، چې زياتره خلک د شپې له لوري له پشه خانو څخه اخلي.

نوموړي زياته کړه: ((نورو کلونو به زموږ په کورنۍ کې دوه درې د ملاريا پېښې وې، خو اوس ملاريا نشته، ځکه، چې موږ د شپې له خوا له پشه خانو څخه استفاده کوو.))

ملاريا خطرناکه او وژونکې ناروغي ده، خو ډاکټران وايي، چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ډېرې اسانې لارې چارې شته، چې په تعقيب سره يې تر ډېره حده مخنيوی کېدای شي.

ډاکټران يو له دغو لارو چارو څخه د شپې له خوا په منظم ډول د پشه خانو استعمال او دغه راز د استوګنې په سيمو کې د ولاړو اوبو له منځه وړل يادوي.