منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

کمه تجربه او د حوصلې نشتوالى د کرکټ د بريا پر وړاندې خنډونه دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کابل ( پژواک، ٥ وږى ٩١ ) : د کرکټ لوبې يو شمېر څارونکي د اسټراليا پر وړاندې د افغانستان د بيګانۍ لوبې ستاينه کوي، خو زياتوي چې کمه تجربه، تخنيکي ستونزې او د حوصلې نشتوالى ددوى د بريا پر وړاندې ستر خنډونه دي.

د افغانستان او ا سټرالياد کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په لوبغالي کې ترسره شوه.

اسټراليا افغانستان ته د ګټلو لپاره د٢٧٣ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبغاړو ٢٠٦ منډې جوړې کړې او اسټراليا دا لوبه د٦٦ منډو په توپير سره وګټله.

د ملي  لوبډلې پخوانى لوبغاړى او د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ مسوول هستي ګل عابد وايي ،چې د افغانستان لوبغاړو له ملي جذبې سره ديوه ټيم په توګه لوبه وکړه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې افغان لوبغاړو د لوبې په يوه برخه کې اسټراليايي لوبغاړي تر فشار لاندې راوستي وو، چې له امله يې هغوى دفاعي لوبې ته اړ شوي وو.

خو هستي ګل وايي، چې دافغانستان په توپ وهنه ( بيټنګ) کې کمزورۍ شته، لوبغاړي ژر حوصله له لاسه ورکوي او په لوى لاس پخپله ځان سوځوي.

د نوموړي په وينا، د افغان لوبغاړو تجربه هم کمه ده، اسټراليايي لوبغاړو لسګونه نړيوالې لوبې کړې دي او له ډېرو کلونو راهيسې په کرکټ بوخت دي، خو د افغان لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي نوي دې لوبې ته راغلي دي.

هغه د کرکټ د ملي لوبډلې پر روزونکو غږ وکړ، چې د افغان لوبغاړو د ذهني پياوړتيا په برخه  کې دې ډېرکار وکړي،ځکه ترڅو پورې چې ذهني پياوړتيا نه وي، يو لوبغاړى سمه لوبه نه شي کولى.

د لوبې سپورټي مجلې مسوول مدير رحيم ګل څاروان که څه هم د افغانستان د ملي لوبډلې له بيګانۍ لوبې څخه خوښ دى او ستاينه يې کوي، خو زياتوي چې تخنيکي ستونزې ددوى د بريا پر وړاندې خنډ واقع شوې  .

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: (( د همدې تخنيکي ستونزو له امله د افغانستان څلور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل، که په وروستيو شېبو کې ملي لوبډلې څو ناسوځېدلي لوبغاړي درلودلي واى، نو د ګټلو چانس مو درلود.))

څاروان وايي ، افغان لوبغاړي ،چې په ميدان کې لږ ډېر ودرېږي، بيا حوصله له لاسه ورکړي او د څو شارټونو هڅه کوي، چې بيا په دې هڅه کې ځان وسوځوي.

د کرکټ د لوبې يوه بل کارپوهه او ژورناليست بشير احمد ګواښ هم د  اسټراليا پر وړاندې د ملي لوبډلې د لوبې ستاينه کوي.

هغه زياته کړه : (( لوبه بده نه وه، خو ځينو لوبغاړو پخپله ځانونه وسوځول.))

نوموړي پر يو شمېر لوبغاړو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې کريم صادق بيا د هوش پر ځاى له جوش څخه کار واخيسته او حوصله يې له لاسه ورکړه.

ګواښ وايي : ((تر ټولو لويه بدبختي دا ، چې موږ بيا هم پنځوس اوورونه ونه لوبول  دا د لوبې په هکله د افغان لوبغاړو جذباتي کړنه او له هوشه کار نه اخيستل ښيي. ))

اسټراليا تر اوسه څلور ځلې د کرکټ نړيوال جام ګټلى او له تېرو څه دپاسه سلو کلونو راهيسې د کرکټ لوبه کوي، خو افغانستان دې لوبې ته نوى داخل شوى او ايله لس کاله کېږي، چې د کرکټ د نړيوالې شورا ( اى سي سي ) ددرېيمې درجې غړيتوب يې ترلاسه کړى دى.

افغانستان ، چې درې کاله مخکې د يو ورځني کرکټ دريځ خپل کړى دى ، تر اوسه يې ٢٢ لوبې ترسره کړي، چې ١٢ يې ګټلي او په اتو کې  ناکام شوى دى.