منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پکتيا کې د يوه ښارګوټي د څښاک اوبو پروژه پرانيستل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۶ کتنې

ګردېز (پژواک ١٤ وږى ٩١): د پکتيا د مرکز ګردېز ښار اړوند د کډوالو ښارګوټي د څښاک د پاکو اوبو پروژه بشپړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.

د پکتيا ولايت له مطبوعاتي دفتره د وږي په ١٤ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو مراسمو کې د پکتيا والي جمعه خان همدرد، د پکتيا ښاروال اغا محمد، د علماوو شورا مشر او ګڼ شمېر قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د سرچينې په وينا، په دې پروژه باندې درې سوه پنځه دېرش زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د يو، اېن. اېچ. سي. ار ادارې له خوا پرې لګول شوي دي.

سرچينه وايي، چې دغه د اوبو لېږدولو پايپ ۸۶۰۰ متره اوږدوالى او ۶۰ نلکۍ لري، چې ۱۴۰۰ کورنيو د څښاک پاکې اوبه رسوي.

خبرپاڼه کاږي، چې دغه راز په دې پروژه کې د ۵۰۰ متر مکعبه د اوبو زېرمه هم په پام کې نيول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې پروژې لپاره يو ۸۰ کيلو واټه جنراتور، د جنراتور خونه او نور اړين ملحقات هم بشپړ شوي دي.