کابل ( پژواک، ١٧وږى ٩١) : د خوست د ولايتي روغتون تشکيلات پراخيږي او په دې ولايت کې به د منځني طب د زده کړو موسسه جوړه شي .
دخوست ولايت د عامه اړيکو مسوول بريالي روان نن پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل دغه ژمنه تېره ورځ د خوست ولايت لخوا کابل ته له استول شوي ٢١ کسيز پلاوي سره وکړه .
سرچينه ليکي ، چې په دغه ليدنه کې د خوست ولايت د روغتيايي وضيعت ،پرمختګونو، ستونزو او د خلکو غوښتونو ته په کتو په ځينو مهمو موضوعاتو او وړانديزو خبرې وشوې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پلاوي د عامې روغتيا وزيرې ته وړانديز وکړ ، چې په بېړني ډول د خوست په مرکز کې د اوسني ١٥٠ بستريز روغتون تشکيلات او نور اړوند امکانات د ٢٠٠ بستريز روغتون په کچه لوړ کړي.
دغه راز روان وايي ، چې پلاوي د خوست د ولايتي روغتون د اداري چارو ودانۍ د جوړېدو او په دې ولايت کې د منځني طب د زده کړو موسسې د جوړېد غوښتنه هم وکړه.
دا مهال د خوست پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځى هم فعاليت لري.
د خوست د عامه اړيکو د مسوول د معلوماتو له مخې، ثريا دليل په خوست کې پر شويو پرمختګونو د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ وويل ، چې د خوست ولايتي روغتون تشکيلات به لوړ کړي او ډېر ژر به د خوست ولايتي ملکي روغتون ته په ټولو روغتيايي اسانتياوو سمبال امبولانس موټر ورکړي.
سرچينه وايي ، چې د عامې روغتيا وزيرې د دې څنګ ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کال کې به د خوست ولايتي ملکي روغتون ته اړينې نورې ودانۍ هم جوړې او په دې ولايت کې به د منځينو زده کړو موسسه جوړه کړي .










