منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۴ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د بلخ په درملتونونو کې مسلکي کسان ګومارل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

مزارشريف (پژواک ١٩ وږى ٩١): د بلخ د روغتيا رييس وايي، چې له دې وروسته به د دغه ولايت په ټولو درملتونونو کې مسلکي کسان ګومارل کېږي.

د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټرا ميرويس ربېع دغه څرګندونې نن (د وږي ١٩مه) په مزارشريف ښار کې د مولانا له طبي انسټيټيوټ څخه د درمل پلورنې او درمل جوړونې له څانګې څخه د يو شمېر کسانو د فراغت په مراسمو کې د وينا پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې تر اوسه پورې په درملتونونو کې يواځې سوداګري په پام کې نيول کېده او د خلکو ژوند ته چا پام نه کاوه.

خو د نوموړي په وينا، له دې وروسته به چا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په درملتونو کې غير مسلکي کسان پر دندو وګوماري.

ډاکټر ربېع وايي، غير مسلکي کسان چې په درملتونونو کې ګومارل کېږي، خلکو ته ناسم درمل ورکوي، چې دغه کار د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

نوموړي د درملتونونو له خاوندانو وغوښتل، چې خپل کارکوونکي مسلکي کړي او د دواسازۍ په برخه کې يې وروزي.

د عامې روغتيا رييس وويل، چې د مولانا له طبي انسټيټيوټ څخه په دې برخه کې د ١٧٠ کسانو فارغېدو سره به په مزارشريف کې دغه ستونزه تر ډېره بريده هواره شي.

د مولانا طبي انسټيټيوټ او روغتون مشر ډاکټر خالد ربېع پژواک اژانس ته وويل، دا لومړۍ دوره ده، چې د دوا جوړونې له څانګې څخه ياد کسان له شپږ مياشتني روزنيز پروګرام څخه وروسته فارغېږي.

هغه زياته کړه، چې اوس هم په دې برخه کې ٢٧٠ کسان تر روزنې لاندې دي.

د مزارشريف ښار يو اوسېدونکى اسدالله وايي، چې د ډېرو درملتونونو درمل پلورونکي غير مسلکي دي او خلکو ته ناسم درمل ورکوي.

هغه زياتوي، چې دغه خلک د يو څو پيسو لپاره د خلکو پر ژوند لوبې کوي او له دولت څخه يې وغوښتل چې د دوى مخنيوى وکړي.