منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۷ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان توپچي بريدونو په دانګام کې يو جومات شهيدکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

اسعداباد (پژواک، ١٩ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستان د توپچي بريدونو له امله يو جامع جومات شهيد شو.

 د کونړ والي فضل الله وحيدي د وږي په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستاني پوځيانو له خوا ٣٨ توپچي ډزې شوې، چې د نورو زيانونو ترڅنګ يې له امله يو جومات هم شهيد شوى دى.

 د هغه په وينا، پر دانګام ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو پرله پسې توپچي بريدونه دوام لري او تر اوسه يې مخنيوى نه دى شوى.

 نوموړي زياته کړه، چې له دانګام ولسوالۍ څخه ١٤ سوه کورنۍ بې ځايه شوې، چې دا وخت د کونړ په نورو سيمو کې ژوندکوي.

 والي وايي، چې له بېځايه شوو کورنيو سره يې لومړنۍ مرستې هم پيل کړې او دغه لړۍ به دوام وکړي.

 د کونړ والي پر مرستندويه ټولنو غږ وکړ، چې له يادو بېځايه شوو کورنيو سره خپلې مرستې وکړي.

 دغه راز په همدې مهال د سرې مياشتې ادارې د دانګام ولسوالۍ له ١٢٠ بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وکړه.

 د يادې ادارې مشر جبارخېل پژواک اژانس ته وويل، چې  په شوو مرستو کې غوړي، وريجې، دال او د کور لپاره نور اړين توکي شامل دي، چې هرې کورنۍ ته د لس زره افغانيو په ارزښت مرسته وشوه.

 دغه راز له دې وړاندی هم له۶۰۰ کورنيو سره ورته مرستې شوې وې.

 د يادونې ده، چې د کونړ پر سرحدي ولسواليو له تېرو شاوخوا پنځو مياشتو راهيسې د پاکستان د پوځ له لوری توپچي بريدونه کېږي، چې تر اوسه يې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او مالي زيانونه يې رامنځ ته کړي دي.