منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۲ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کندهار ښاريان له ښاروالۍ څخه د خدماتو د پراخېدو غوښتنه کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کندهار( پژواک٢٠ وږى ٩١) :کندهار ښاريان او د ناحيو وکيلان له ښاروالۍ څخه د خدماتو د پراخېدو غوښتنه کوي، بل خوا کندهار ښاروال وايي، چې د ښو خدماتو د وړاندې کولو او د خلکو د ستونزو د هواري په موخه د ناحيو د استازيو په ګډون د ښاروالۍ ګډه شورا جوړوي.

 دغه څرګندونې د هغې غونډې سرټکي وو، چې د کندهار ښاروالۍ له لوري رابلل شوې وه او د ښار د ټولو ناحيو وکيلانو او قومي مشرانو پکې ګډون کړى و.

 ټاکل شوې ده د کندهار ښار د ناحيو وکيلانو ته د يوه درې ورځني ورکشاپ له لارې، هغه وړتياوې وښودل شي، تر څو اړوندې چارې له خلکو او ښاروالۍ سره تنظيم او په بېلابېلو برخو کې خپل مسووليتونه وپېژني.

 د غونډې پر مهال د کندهار ښار وکيلانو د يو لړ ستونزو يادونه وکړه او له ښاروالۍ څخه يې د ستونزو حل وغوښت.

 د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې وکيل حاجي محمد رفيق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کندهار ښار کې د خوراکي توکيو د بيو په برخه کې ډېره لويه بې نظمي تر سترګو کېږي او ښاروالۍ نه ده توانېدلې، چې بيې کنټرول کړي.

 هغه يادونه وکړه، چې په تېرو وختونو کې به ښاروالۍ يوه انجمن درلود، چې د خوراکي توکو نرخونه به يې ټاکل، خو اوس يې سوداګر او هټيوال په خپل سر ټاکي، چې دا يوه لويه ستونزه ده.

 نوموړي له کندهار ښاروالۍ وغوښتل، چې ژر تر ژره دې په ښار کې د نرخونو د ټاکلو او د خلکو تر منځ د ستونزو د هوارولو په موخه يوه کمېټه جوړ کړي.

 د کندهار ښار د درېيمې ناحيې وکيل حاجي فيضي بيا تاريخي ابدات له بېلابېلو ګواښونو سره مخ وبلل او غوښتنه يې وکړه، چې ښاروالۍ دې له اطلاعات او کلتور رياست سره په ګډه دغه کار ته جدي پاملرنه وکړي.

 هغه د بېلګې په توګه د احمد شاه بابا مقبره ياده کړه، چې اوسمهال په خراب حالت کې ده او بيارغونې ته سخته اړتيا لري.

 د نوموړي په وينا، څو ځلې په دې برخه کې ولايت مقام، اطلاعاتو او کلتور رياست ته ورغلى، خو څو کلونه تېرېږي، چې پر غوښتنه يې هيڅ راز غور نه دى شوى.

 دغه وکيل دغه راز يادونه وکړه، چې د خلکو او وکيلانو تر منځ او د وکيلانو او ښاروالۍ تر منځ لويه بې باوري او واټن پيدا شوى، چې بايد مخه يې ونيول شي.

 دى وايي، هره ورځ ترې خلک په خپله سيمه کې د بېلابېلو خدماتو د تر سره کولو غوښتنه کوي، خو کله چې دغه ستونزې له ښاروالۍ سره شريکېږي، هومره پاملرنه ورته نه کېږي.

 هغه وويل: ((د ناحيو وکيلان له کوم معاش او امتياز پرته د ښاريانو خدمت کوي، په کار ده، ښاروالۍ د هغوى مشروع غوښتنو ته غوږ ونيسي او د حل لپاره يې لاس په کار شي.))

 د کندهار ښار د پنځمې ناحيې وکيل حاجي رحم الدين خان بيا غوښتنه وکړه، چې په هره ناحيه کې دې د خلکو لپاره کلينيکونه، لومړني ښوونځي، سړکونه، پلونه او پلې لارې جوړې شي.

 هغه وويل، د ناحيو اوسېدونکي نه شي کولى، خپل ماشومان تر لېرې ښوونځيو ورسوي او دغه راز نه شي کولى خپل بېړني ناروغان تر ميرويس ملکي روغتون پورې ورسوي.

 د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر وايي، چې د ښاروالۍ د چارو د منظمولو، ښو خدماتو وړاندې کولو او د تصميمونو د نيولو په موخه د ناحيو د وکيلانو په ګډون د ښاروالۍ شورا جوړوي.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ښاروالۍ شورا به پوره صلاحيت او واک لري، هغوى به اړتياوې په ګوته کوي، د غصب مخه به نيسي، د تاريخي ابداتو ساتنه به کوي، د ښار پراختيا ته به پاملرنه کوي او په ګډه به ټولې چارې مخ ته وړي.

 د نوموړي په وينا، د دغې شورا له جوړېدو سره به په ښار کې د خلکو ستونزې ډېرې را کمې شي.

 خو هغه نيوکه وکړه، چې د ښار يو شمېر اوسېدونکي قانون ماتوونکي دي او ټاکلي اصول نه مراعاتوي.

 د ده په خبره، په ګډه به د ناقانونه کړنو مخه نيسي او خلکو ته به اسانتياوې برابروي.