جلال اباد (پژواک ٢٢ وږى ٩١): د جلال اباد ښاروالي وايي، چې د اته ويشت نيم ميليونه افغانيو په لګښت به په يوه کال کې د ښار د چټلو او باراني اوبو د ايستلو په موخه لس کيلومتره ويالې جوړې کړي.
د جلال اباد د ښاروالۍ مرستيال انجنير حکيم الدين د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر يادې پروژې د ښاروالۍ له انکشافي بوديجې څخه لګښت کېږي.
هغه زياته کړه، چې له نويو ويالو او لښتيو پخولو څخه يې موخه په جلال اباد ښار کې د چټلو او باراني اوبو د ډنډېدو مخه نيول دي.
د نوموړي په وينا، د کاناليزيسون په بڼه به د ښار ټولې چټلې اوبه د دغه ښار په لوېديځ کې د کمبو خوړ ته د پروژې تر بشپړولو وروسته ور تويېږي.
د ښاروالۍ د ساختمان امر انجنير نصير کاکړ پژواک اژانس ته وويل، چې د ويالو سور به اويا سانتي او ژوروالى به يې له اتيا سانتي متره څخه تر يو متر پورې وي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو ويالو کې به د کانال هغه اضافي اوبه هم له ښاره وځي، چې له اوبه خور څخه تر زياتېدلو وروسته ښار ته داخلېږي.
کاکړ وويل، چې د ښار ټولې زړې ويالې او لښتي به له نويو جوړېدونکو ويالو سره ونښلوي.
د نوموړي په وينا، په دې اړه يې د شپږو ناحيو له مشرانو سره خبرې کړې چې څنګه وکړاى شي ښار له باراني او چټلو اوبو څخه پاک کړي.
د ښار د چکنوريو سيمې يوه قومي مشر حاجي رستم خان پژواک اژانس ته وويل، چې هر کال د سېلابونو او اورښتونو پر مهال د منظم کاناليزيسيون د نشتوالي له امله د خلکو لسګونه کورونه نړېږي او چټلې اوبه يې کورونو ته ننوځي.
دغه قومي مشر وويل، په ښار کې جوړې شوې پخوانۍ ويالې کوچنۍ دي، چې د اورښتونو پر مهال يې خځلې بندوي.
نوموړي له دولته غوښتنه وکړه، چې نويو جوړېدونکو ويالو ته دې پراخې ورکړي څو دغه ښار چې د کابل او کونړ سيندونو پر غاړه پروت دى پاک او د ناروغيو مخه ونيول شي.
د يادونې ده چې دوه کاله وړاندې سختو سېلابونو د جلال اباد ښار په ختيځ او شمال کې سلګونه کورنه نړولي او زرګونه نور کډه کولو ته اړ شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن