ژبه

د هلمند فرهنګيان او خبريالان د ابدالي شرکت د محاکمه کېدو غوښتنه کوي

لښكرګاه (پژواك، ۳۰ وږى ۹۱): په هلمند كې لسګونو فرهنګيانو او خبريالانو د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ كې د احمدشاه ابدالي شركت د بندېدو او محاكمه كېدو غوښتنه وكړه.
د احمدشاه ابدالي د ترانسپورټي شركت اړوند د يوه ۳۰۳ ډوله موټر د ټكر پېښه، چې د وږي په ۲۴مه په غزني ولايت کې رامنځ ته شوه، له امله يې ۵۳ سپرلي ووژل شول، چې پنځه په كې خبريالان وو.
د دې پېښې په غبرګون كې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې خبريالانو او عامو خلكو غونډې وكړې او د دې پېښې څېړنه يې وغوښته.
په همدي اړه نن (د وږي ۳۰مه) په لښكرګاه كې لسګونو خبريالانو او فرهنګيانو يوه احتجاجي غونډه جوړه كړه، چې په ترڅ كې يې د همدغه ترانسپورټي شركت د بندېدو او د مسوولينو د محاكمه كېدو غوښتونكي يې شول.
په دې غونډه كې د هلمند د پرېس كلب مشر زين الله ستانكزي په خپلو خبرو كې وويل، ياده پېښه، چې ۵۳ تنه په كې ووژل شول، په خپل ډول کې يوه بېسارې او نه زغمونكې پېښه وه.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د هلمند ټول اوسېدونكي له مركزي دولت او په ځانګړي توګه له ترانسپورټ وزارت څخه د ياد ترانسپورټي شركت له مسوولينو د وژل شوو كورنيو ته د تاوان وركول او محكمه كول غواړو.))
د ده په خبره، له بلې خوا دې د ملي اتلانو نومونه د شخصي ګټو په خاطر په شركتونه او نورو شيانو نه اېښودل كېږي، چې د دې ډول پېښو په رامنځ ته كېدو سره خلك د همدې وياړلو شخصيتونو له امله بد نه شي ويلى.
په دې غونډه كې د سبا په نوم د يو سيمه ييز ټلويزيون مسوول بريالي هلمند هم ياده پېښه نه بښونكى عمل وباله او زياته يې کړه، چې په دې برخه كې ټولو لوړ پوړو چارواكو غفلت كړى دى.

د هغه په وينا، كه په دې برخه كې دولتي چارواكي او د دغه شركت مسوولين ځواب ويونكي نه شي، نه يواځې د هلمند، بلكې ټول افغانان به د دغه شركت پر وړاندې غبرګونونه وښيي.
د يادونې ده، د سيمې خلک وايي، چې په تېرو څو كلونو كې لسګونه ځلې دغه ډول پېښې د احمدشاه ابدالي شرکت د اړوند موټرو له خوا رامنځ ته شوې، چې ګڼو مسافرو ته په كې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته موضوع