ښرنه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩١): د پکتيکا د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې په خپلو روغتيايي مرکزونو کې د نارينه روغتيايي کارکوونکو له کمښت او د ښځينه کارکوونکو له نه شتون سره مخ دي.
د دوى په وينا، مرکز ښرنې ته د ناروغانو د وړلو پر مهال د لارې د لرې والي او اقتصادي ستونزو له امله يې يو شمېر ناروغان، په ځانګړي ډول ښځې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د پکتيکا د ولايتي شورا منشي او د دغه ولايت د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغني پکتين پژواک اژانس ته وويل، چې وازېخوا له مرکز ښرنې يوه ډېره لرې پرته ولسوالۍ ده.
د ده په خبره، په وازېخوا ولسوالۍ کې يو کلينيک شته، خو يواځې يو ډاکټر لري، چې هغه هم دندې ته کله راځي او کله نه وي.
نوموړي زياته کړه، چې په کلينيک کې يې ښځينه روغتيايي کارکوونکې نشته او ښځينه ناروغانې ډېرى مهال ښرنې او يا هم ګاونډي هېواد پاکستان ته د وړلو پر مهال د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
پکتين وويل: ((د دغې ولسوالۍ بېوزله او ناداره خلک بيا د ژمي په موسم کې هېڅ د دې توان نه لري، څو خپل ناروغان مرکز ښرنې ته يوسي.))
نوموړي په دې برخه کې له اړوند مسوولينو د پاملرنې غوښتنه وکړه او هيله يې وښوده، چې دا ستونزه يې هواره شي.
د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي هم په خپل روغتون کې د روغتيايي کارکوونکو له کمښت څخه سر ټکوي.
د يادې ولسوالۍ د سيدوکلا اوسېدونکي حاجي رسول پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ولسوالۍ ګڼ شمېر کلي لري، چې ډېرى يې د ولسوالۍ له روغتون څخه په ډېرو لرو پرتو سيمو کې پراته دي.
نوموړي زياته کړه: ((د ولسوالۍ په روغتون کې يواځې يو ډاکټر لرو، چې له تېرو څو کلونو را پدېخوا دلته کارکوي، خو کومه ښځينه ډاکټره نه لرو.))
د هغه په وينا، د لرو پرتو کليو، لغړو، ښورکچې، ابراهيم کارېز، شنک، زرداد او د نورو سيمو اوسېدونکي، چې ناروغه شي، په خپله نږدې سيمه کې کوم کلينيک نه لري.
د حاجي رسول په خبره، د يادو سيمو خلک ډېرې يې غريب او بېوزله دي، چې د موټر او موټرسايکل اسانتيا نه لري او کله چې خپل ناروغان مرکز او نورو روغتونونوته رسوي، له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
نوموړي هم له روغتيايي مسوولينو مټاخان ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې لومړى دې په يادو کليو کې يو کلينيک فعال شي او يا دې هم د ولسوالۍ روغتون ته ښځينه روغتيايي کارکوونکې او نور ډاکټران ور وستل شي.
خو د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل بيا پژواک اژانس ته وويل، چې څو مياشتې وړاندې په دغه ولايت د قابله ګانو له روزنيز مرکز څخه يو شمېر قابله ګانې فارغې شوې، چې يوه يې مټاخان او ځينې نورې يې نورو ولسواليوته هم لېږلي دي.
د ده په خبره، قابله ګانې ډېرې د نورو ولايتونو او يا هم نورو سيمو دي او نه غواړي، چې د پکتيکا په ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له وېرې دندې ترسره کړي.
نوموړي په پکتيکا کې د ښځو د زده کړو په برخه کې د خلکو نه پاملرنه يوه لويه ستونزه ياده کړه او ويې ويل، چې د پکتيکا ډېرى خلک دې ته زړه نه ښه کوي، چې لوڼې او خويندې يې زده کړې وکړي او يا هم د قابلګۍ په روزنيزو پروګرامونو کې برخه واخلي.
ډاکټر ولي ګل د وازېخوا ولسوالۍ د خلکو ستونزه پر ځاى وبلله، خو ويې ويل، چې په دې لټه کې دي، څو د يادې ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته ښځينه او يا هم نور تکړه او مجرب روغتيايي کارکوونکي پيدا او ور ولېږي.
دى دا هم وايي، چې په راتلونکو څو اونيو کې په دغه ولايت کې د ښځينه نرسانو د روزلو پلان لري او هڅه به وکړي، چې په دغه کورس کې د پکتيکا مېرمنې برخه واخلي.










