منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په غور کې يو شمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۷ کتنې

چغچران(پژواک، ٣ تله ٩١): په غور کې د ١،٨ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت بېلابېلې ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د غور د کليو پراختيا رييس انجنير تاج محمد ذلال وايي، چې دغه پروژې د دې ولايت په مرکز او لعل سرجنګل ، دولت يار ،تولک او دولينه ولسواليو کې د کليو پراختيا وزرات لخوا پيل شوي او اوس پاى ته ورسېدې.

دده په وينا، په دې پروژو کې دوه لوى پلونه ، ٣٦ پلچک، دوه د اوبو زېرمې ، درې واړه بندونه، زر متره استنادي دېوال شامل دي .

له يادو لويو پلونو څخه يو يې د مرکز چغچران د قلمين په سيمه کې جوړ شوى دى .

 ددې سيمې يوه اوسېدونکي محمدحسين پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د سيمې خلک ډېر خوښ دي، چې  دغه پل د قلمين پر سيند جوړ شوى دى .

دده په وينا، پخوا به د اوبو د ډېروالي په موسم کې خلکو په ډېرو ستونزو د سيند بلې غاړې ته تګ راتګ کاوه ، خو اوس دا ستونزه هواره شوه .