ميدان ښار (پژواک ٣ تله ٩١): د ميدان وردګو په مرکز کې د نهر فولاد کانال په اساسي ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د تلې په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کانال د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې دى.
د هغه په وينا، د نهر فولاد کانال يو کيلومتر اوږد او د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د دوه سوه زره ډالرو په مالي لګښت جوړ شوى، چې نن د والي حليم فدايي، امنيه قوماندان او د ادارو يو شمېر رييسانو له خوا د ګټې اخيستنې په موخه پرانيستل شو.
د ميدان وردګو د اوبو لګولو چارو رييس محمدانور وويل، د نهر فولاد دغه کانال، چې يو کيلومتر اوږدوالى، ۳،۵ متره لوړوالى او ۱،۵ متره پلنوالى لري، له ٦٠٠ جريبه ځمکې څخه د سېلابونو د مخنيوي او د ۴۰۰ جريبو ځمکو د خړوبولو وړتيا لري.
د هغه په وينا، په دغه کانال کې ۳۸۰۰ متر مکعب تحکيم کاري شوې او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د (ښو اجرااتو د ستاينې) پروګرام له خوا د يو کال په موده کې جوړ شو.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پروژه کې د سيمې ۲۰۰ ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې وه او چارې د صفايي ساختماني شرکت له خوا ترسره کېدې.
د يادونې ده، د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا له تېرو څلورو کلنو راهيسې تر اوسه څلور ميليونه او دوه سوه زره ډالر دغه ولايت ته ځانګړي شوي، چې دې مهاله پرې څلور پروژې بشپړې شوې او درې تر کار لاندې دي.










