ګردېز (پژواک ١٣ تله ٩١): د پكتيا په احمدابا ولسوالۍ كې د مچلغو بند پروژه نن د اوبو او برېښنا وزير يو ځل بيا پرانسته او ويې ويل چې دغه پروژه به په درېيو کلونو کې بشپړه شي .
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د غبرګولي په ٢٩ مه ددې پروژې د بنسټ ډبره يو ځل د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال او د پكتيا والي اېښې وه .
د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې ، دا بند د شاوخوا ۵۰جريبه مځکې په مساحت كې د اسيايي بانك د ۳۲ميليونه ډالرو په لګښت د ګلف په نوم د يوه افغان شركت له خوا جوړېږي.
د چارواکيو په وينا، دا بند به به د ٥٢،٥ ميليون متر مکعب اوبو ظرفيت ولري او له جوړېدو وروسته به ١٨زره هکتاره ځمكه خړوبه او ۴۱۴كيلو واټه برېښنا به توليد كړي.
د اوبو او برېښنا وزير محمد اسماعيل نن ددې پروژې د پرانستې پر مهال وويل ، چې دوه کاله وړاندې ددې پروژې کار د امنيتي ګواښونو له امله پيل نه شو .
ده وويل چې د دې پروژې دوه فيصده پيسې لګول شوې او ۹۸ سلنه يې پاتې دي.
د ګلف شرکت مسوول انجنير حکيم وويل، چې تر اوسه د دوى د سروې چارې روانې وې.
هغه زياته کړه : (( دوه کاله وړاندې موږ سروې پيل کړې وه، خو دلته بدبختانه پېښه وشوه څلور کسه ووژل شول او زموږ سروې کوونکي د امنيتي مشکلاتو په اساس ونه توانېدل چې کار ته ادامه ورکړي.))
دغه د وسلوالو په بريد کې وژل شوي دغه څلور تنه سروې کوونکي وو.










