پلخمري-سرپل (پژواک ١٨ تله ٩١): د بغلان د ښاروالۍ ودانۍ د ١٤ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوه او دغه راز د سرپل د ولايت مقام د نوې ودانۍ کار پيل شو.
د بغلان د ښاروال، صاحب نظر سنګين د معلوماتو له مخې،د ښاروالۍ ودانۍ په دوو پوړونو کې ٢٣ خونې، يو د غونډو تالار او ١٢ تشنابونه لري او کار يې د ښاروالۍ په لګښت په يو کال کې بشپړ شوى دى.
د ده په وينا، ښاروالۍ تر دې دمه په يوه زړه ودانۍ کې چې خونو يې اړتيا نه شوى پوره کولاى فعاليت درلود.
د بغلان نوي والي سلطان محمد عبادي د دې ودانۍ د پرانيستې پر مهال وويل، چې ښاروالۍ بايد د پلخمري ښار بيارغونې او خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو په برابرولو کې ډېره پاملرنه وکړي.
د يو بل خبر له مخې، د سرپل د ولايت مقام د الحاقيه ودانۍ د جوړولو کار پيل شو چې څه باندې ٢٤٠ زره امريکايي ډالره لګښت يې په بلخ کې د مېشتو ځانګړو امريکايي ځواکونو له خوا ورکول کېږي.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين د يادې ودانۍ د کار د پيل پر مهال وويل، چې دغه ودانۍ پر يو جريب ځمکه د ولايت د زړې ودانۍ تر خوا جوړيږي.
ده وويل، چې دغه ودانۍ به لس اداري خونې، درې امنيتي برجونه او نور ملحقات ولري او د جوړولو کار به يې په څلورو مياشتو کې بشپړ شي.
د ده په وينا، دا مهال د ولايت د مقام کارکوونکي په زړه ودانۍ کې په ډېرو کړاو کار کوي؛ ځکه چې خونې يې کمې دي.
د دغه ولايت يوې کارکوونکې نسيمې د يادې ودانۍ د کار پر پيل خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: ” امنيت او ثبات د بيارغونې او پراختيا لپاره ډېر مهم دى، په سرپل کې د ډېرو پراختيايي پروژو کارونه روان دي، ځکه چې دلته امنيتي وضعيت ښه دى.”
ولايتي چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د سرپل د امنيه قوماندانۍ د ودانۍ د جوړولو کار هم په نږدې راتلونکي کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو په مرسته پيل شي.










