منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

وسلوالو يو شپون هلک وواژه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۱ کتنې

چاريکار (پژواک ١٩ تله ٩١): نن سهار وسلوالو د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې يو ١٣ کلن شپون پر ډزو وژلى او د هغه رمه يې له ځان سره بيولې ده.

ځايي امنيتي چارواکي او ځيني خلک وايي، چې دغه ماشوم شپون وسلوالو طالبانو وژلى، خو طالبان دغه ادعا رودي او دعوه کوي چې ياد هلک اربکيانو وژلى دى.

د پروان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل عبدالحنان کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد هلک عزيزالله نوميږي او د دغه ولايت د شينواري ولسوالۍ د نمک اب د کلي اوسېدونکى دى.

د ده په وينا، عزيزالله چې د تره زوى يې هم ورسره ملګرى و، نن سهار د سياه ګرد ولسوالۍ د فندقستان اړوند د بالاخېلو سيمې ته، چې له شينواري ولسوالۍ سره پوله لري، رمه د څرولو لپاره بيولې وه.

د هغه د څرګندونو له مخې، چې وسلوالو طالبان په ياده سيمه کې عزيزالله پر ډزو وژلى خو د هغه د تره زوى په تېښته بريالى شوى دى.

د ده په وينا، طالبانو د عزيزالله رمه چې شمېر يې ٩٥ پسونو ته رسېږي، هم له ځان سره بېولې ده.

د سياه ګرد امنيه قوماندان سمونوال محمد صالح د کوهستاني څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل، چې پوليسو د عزيزالله مړى د سيمې د خلکو په همکارۍ له قندفستان څخه د هغه خپل کلي ته لېږدولى او کورنۍ ته يې ور سپارلى دى.

د نمک اب او فندقستان له خلکو سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو د سياه ګرد د مرکز اړوند سيمې اوسېدونکى محمدمعصوم وايي، چې ياد هلک رمه د طالبانو تر واک لاندې سيمې ته بيولې وه او هلته طالبانو وژلى دى.

فندقستان ته څېرمه د چهاردې سيمې اوسېدونکى عبدالستار وايي، عزيزالله ځکه وسلوالو طالبانو وژلى، چې د نمک اب د سيمې خلک د دولت پلوي دي او له طالبانو سره همکاري نه کوي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه څرګندونې ردوي او وايي، چې دغه شپون هلک اربکيانو وژلى ځکه چې د اربکيانو او د شپون د قومونو ترمنځ پخوانۍ لانجې هم وې.