کابل (پژواک، ٢٣تله ٩١): د پاکستان د ماليې وزير له خپل افغان سيال سره په ليدنه کې وويل،چې ډېر ژر به ددې هېواد په مرسته د تورخم- جلال اباد سړک کار بيا پيل شي .
دغه سړک، چې ٧٥ کيلومتره اوږدوالى او ١٣ متره سور لري، په ١٣٨٦ کال کې د پاکستان د لومړي وزير او افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا پرانېستل شو.
ددې سړک د جوړولو کار ، چې د پاکستان په مرسته پيل شوى و،په لومړيو دوو کلونو کې تر ٧٠ سلنه زياد پر مخ ولاړ ، خو بيا په ټپه ودرېد.
تېر کال په افغانستان کې د پاکستان سفارت ويلي و،چې د ياد شوي سړک کار د دوو پاکستاني کمپنيو ترمنځ د راپيدا شوې شخړې له امله ځنډېدلى دى .
له ماليې وزرات څخه نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ،په جاپان کې د پيسو د نړيوال صندوق او نړيوال بانک په کلنۍ ناسته کې د ګډون تر څنګ ، د پاکستان د ماليې له وزير حافظ شيخ سره هم وليدل.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، حافظ شېخ په دې ليدنه کې وويل، چې د تورخم- جلال اباد د دويم سړک بوديجه شته او د جوړولو کار به يې ډېر ژر پيل شي.
پاکستاني چارواکيو تر دې مخکې هم څو ځله ژمنه کړې وه ، چې ددې سړک پاتې کار به ژر بيا پيل کړي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د پاکستان د ماليې وزير په ياده ليدنه کې د افغانستان د برېښنا بندونو او طبيعي زېرمو په برخو کې د پاکستان د پانګونې په اړه هم علاقه وښوده.
سرچينه ليکي ، چې دواړو لوريو د پېښور- جلال اباد او کوېټې او کندهار ترمنځ د اور ګاډي د پټلۍ د غځولو، له مرکزي آسيا څخه جنوبي آسيا ته د برېښنا د لېږد او له ترکمنستان څخه تر هندوستان پورې د ګاز د نلليکې د غځولو په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخو کې يې د ګډو هڅو په ترسره کولو هوکړه وکړه.
د افغانستان د ماليې وزير په سوات کې د طالبانو له خوا د ملالې يوسفزۍ د ټپي کېدو په اړه د خواشينۍ د څرګندولو تر څنګ وويل، چې ملالې د ډيورنډ د کرښې دواړو خواوو ته په پرتو سيمو کې د هغو ښځينه وو لپاره قرباني ورکړې ، چې له زده کړو محرومې دي .
زاخېلوال له حافظ شيخ سره په خبرو کې د افغانستان په کندهار او نورو ولايتونو کې له زده کړو څخه د نجونو د محروم کولو په موخه پر ښوونځيو د زهرو د پاشلو ، د نجونو مخونو ته د تېزابو شيندلو او د ښځينه کارکوونکيو د وژلو يادونه هم کړې ده .
زاخېلوال خپل پاکستاني سيال ته ويلي : ” اوس ددې وخت رارسېدلی ، چې دواړه دولتونه د داسې پېښو د مخنيوي لپاره يو بل ته لاسونه ورکړي. “
د پاکستان د ماليې وزير هم ويلی، چې د دا ډول ستونزو د مخنيوي لپاره بايد ګډې هڅې وشي.










